د يونان پوليسو له وسلو سره يو ځای بريتانويان نيولي

د انځور حقوق greek coast guard

د يونان پوليس وايي درې کسان يې له يو شمېر وسلو او مهماتو سره د ترهګريزو کړنو په شک نيولي دي.

د چارواکو په وينا دوه نيول شوي کسان عراقي الاصله بريتانويان دي او درېيم کس د عراق کوردی دی. د يونان پوليس وايي دغه کسان له څو وروځو راهيسې د دوی تر څارنې لاندې وو.

پوليس وايي له دغو کسانو سره يې ګڼ شمېر وسلې، دروبينونه، موبايلونه او يو شمېر پيسې نيولي دي.

د يونان پوليسو يوه چارواکي د رويټرز خبري اژانس ته ویلي، "موږ تراوسه هېڅ ډول اسناد نه دي موندلي چې دغه کسان دې د اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو ولري"

ياد شوي پوليس ويلي دغه وسلې د جګړې نه دي خو کېدای شي په روزنه کې ترې کار اخيستل کېده.

د دغو کسانو نومونه او يا په اړه يې نور معلومات تراوسه نه دي وړاندې شوي.

ورته مطالب