ترکیه کې د سعودي عربستان جنګي الوتکې ځای پرځای شوې

د ترکیې انجرلیک هوايي اډه د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترکیې خبري رسنو د پوځي سرچینو له قوله ویلي، د سعودي عربستان ۸ یا ۱۰ جنګي الوتکې به په راتلونکو اونیو کې په دې اډې کې ځای پرځای کړای شي، چې څلور یې ایف ۱۶ جنګي الوتکې دي.

د سعودي عربستان یوه چارواکي ویلي، د ترکیې جنوبي انجرلیک هوايي اډې ته ته یې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره جنګي الوتکې استولې دي.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت سلاکار جګړن احمد العسیري د سعودي عربستان ''العربیة'' تلوېزیوني چینل ته د تېرې شنبې په ورځ ناوخته وویل، هېواد یې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې مبارزې ته جدي دی، په همدې پلمه یې ترکیې ته جنګي الوتکې او پیلوټان استولي دي.

تر اوسه سعودي عربستان له خپلې خاورې نه په سوریه کې هوايي بریدونه سمبالول.

سعودي په وروستیو اونیو کې د دغې ډلې پر وړاندې خپل هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، د دغې سخت دریځې ډلې د ځپلو لپاره د ریاض د رول د ډېرولو هرکلی کوي.

بل خوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو ''یني شفق'' ترکي ورځپاڼې ته وویل، سعودي د ترکیې انجرلیک هوايي اډې کتلو لپاره یو پلاوی استولی، چې هلته جنګي الوتکې واستوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د سعودي عربستان د دفاع وزارت سلاکار احمد العسیري

د ترکیې خبري رسنو د پوځي سرچینو له قوله ویلي، د سعودي عربستان ۸ یا ۱۰ جنګي الوتکې به په راتلونکو اونیو کې په دې اډې کې ځای پرځای کړای شي، چې څلور یې ایف ۱۶ جنګي الوتکې دي.

ورته مطالب