د لېزر وړانګې له امله الوتکه بېرته هوايي ډګر ته ستنه شوې ده

د انځور حقوق PA
Image caption د وېرجن اټلنټېک هوايي شرکت چارواکي وايي الوتکه يې د احتياط لپاره بېرته ستنه کړې ده

بريتانيا کې د وېرجن اټلنټېک شرکت يوه الوتکه چې له لندنه څخه نيويارک ته روانه وه، له هغه وروسته بېرته ستنه شوه چې د الوتکې چلوونکي د کېناستو پر ځای د لېزر وړانګه واچول شوه.

د الوتکې د يوه بریتانوي کارکوونکي ثبت شوی غږ ښيي چې وايي پيلوټ ته يې روغتيايي ستونزه پيدا شوې ده.

د وېرجن اټلنټېک هوايي شرکت چارواکي وايي الوتکه يې د احتياط لپاره بېرته ستنه کړې ده.

په دغه الوتکه کې ۲۵۲ مساپر او ۱۵ کارکوونکي سپاره وو.

د لندن پوليسو په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې "الوتکه د لېزر وړانګي له امله بېرته هوايي ډګر ته په ستنېدو اړ شوې ده".

د الوتکې د کارکوونکو په وينا پېښه د لندن هيترو هوايي ډګر څخه له ۱۰ تر ۱۱ کيلومتره واټن رامنځ شته شوې ده.

دا يو غير قانوني کړنه ده چې په الوتکه برېښنا واچول شي او د پيلوټ سترګې وبرېښول شي خو د لېز ګرځول يا ساتل غيرقانوني عمل نه دی.

د بريتانيا د پيلوټانو ټولنه وايي "لېزر وړانګه خطرناکه وسله ده او بايد په بريتانيا کې بنديز پرې ولګول شي".

پوليس وايي د پېښې پلټنه يې پيل کړې ده.