د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د بډو اخیستو په تور بندي شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایهود المرت له ۲۰۰۶ کال تر ۲۰۰۹ پورې د اسرائیلو لومړی وزیر و.

د اسرائیلو مخکینی لومړنی وزیر ایهود المرت د قدس د ښاروال په توګه د دندې ترسره کولو پرمهال د بډو اخیستو په تور بندي شوی، چې ۱۹ میاشت به زندان کې وي. دا لومړی ځل دی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بندي کېږي.

ایهود المرت په ۲۰۱۴ کال د القدښ ښار وال و، چې د بډو اخیستو په تور محکمې په شپږو کلونو بند محکوم کړی و.

خو د نوموړي په حق کې د بند موده ۱۸ میاشتې کمه شوه. تېره اونۍ یې له دې کبله د بند سزا یوه میاشت نوره هم ډېره شوه، چې ګني په قضايي چارو کې یې سرغړونه کړې ده.

۷۰ کلن المرت د دوشنبې په ورځ زندان ته له تګ وړاندې په یوه وېډیو کې راڅرګند شو. نوموړي پرې د بډو اخیستو لګول شوي تورونه "رد کړل".

د اسرائیلو پر دغه مخکیني لومړي وزیر تور دی، چې د یوې لویې ودانیزې پروژې د پیلېدو مجوز په مقابل کې یې بډې اخیستې دي.

ایهود المرت له ۲۰۰۶ کال تر ۲۰۰۹ پورې د اسرائیلو لومړی وزیر و.

هغه د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ د بیت المقدس ښاروال و او بیا د اسرائیلي کابینې وزیر شو.

په ۲۰۰۶ کال د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ارییل شارون دماغي سکته وکړه چې تر مړینې وروسته یې ایهود المرت ځای ناستی شو.

ایهود المرت د الرملة اسرائيلي ښار (معسیاهو) زندان کې بندي شو.

ورته مطالب