سوريې کلابندو سيمو ته د بشري مرستو د لېږد په اړه موافقه کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption وړاندې هم د سوريې ځينو سيمو ته د بشري مرستو کاروانونه تللي وو

ملګري ملتونه وايي د سوريې حکومت څلورو محاصره شويو سيمو ته د بشري مرستو د لېږلو په اړه موافقه کړې ده.

د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق وايي، د بشري مرستو د کاروانونو لېږد به ډېر ژر پيل شي. يو له هغو سيمو چې بشري مرستې به ور ولېږل شي مضايا ده، چېرته چې خلک له لوږې مري.

د نړۍ ځواکمنو هېوادونه تېره اوونۍ په سوريه کې د اوربند او د بشري مرستو د لېږد په اړه پرېکړې ته رسېدلي وو.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډمېسټورا د سوريې په پلازمېنې دمشق کې له سوري چارواکو سره تر ليدو وروسته ويلي، "د سوريې حکومت دنده لري هر هغه څوک چې مرستو ته اړتيا لري لار ورته پرانيزي".

د ښاغلي حق په وينا دير الزور، فوعه، کفريا، مضايا، زبداني، کفر بطنا او معظميه هغه سيمې دي چې بشري مرستې به ور لېږل کېږي.

وړاندې د روسيې چارواکو د سوريې په شمال کې پر دوو روغتونونو د بمبارۍ له امله د جنګي جرمونو تورونه رد کړي وو.

ترکيې پر دغو روغتونونو او ښوونځيو د بريدونو پړه چې ۵۰ کسان په کې وژل شوي وو، پر روسيه اچولې ده. خو په دې تړاو د کرملېن وياند ډيمټري پسکوف بي بي سي ته ویلي روسيه يوازې هغه اسناد او شواهد مني چې له سيمې د سوريې چارواکي يې وړاندې کړي.

ورته مطالب