د سوريې کلابندې سيمې معظميه ته مرستې رسېدلي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کيږي شاوخوا ۱۰۰ موټر چې خوراکي توکي، دارو درمل او نور اړين توکي په کې بار دي له پلازمېنې دمشق حرکت کړی دی

له سوریې څخه د راغلو راپورونو له مخې د بشري مرستو لومړي کاروانونه خپل ټاکل شوي هدف ته رسېدلي دي.

سوريه کې د سره مياشتې يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي چې له مرستو ډک ۳۵ موټر د پلازمېنې دمشق سره نژدي معظميه ښارګوټي ته داخل شوي دي.

پلازمېنې ته نژدې مضايا او زبداني سيمو سربېره حکومت پلوو سيمو فوعه او کفريا ته هم د مرستو د کاروانونه لېږد پيل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وينا نژدې ۵۰۰ زره کسان په کلابندو سيمو کې ژوند کوي چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د مرستو دغه لېږد، ملګرو ملتونو ملګرو ملتونو له ياغيانو او حکومتي ځواکونو سره په موافقه او د سرې مياشتې په همکارۍ کلابندو سيمو ته لېږل کېږي.

ويل کيږي شاوخوا ۱۰۰ موټر چې خوراکي توکي، دارو درمل او نور اړين توکي په کې بار دي له پلازمېنې دمشق حرکت کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دوو نورو کلابندو سيمو کفر بطنا او دير الزور ته به راتلونکې اوونۍ مرستې ورسېږي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډمېسټورا تېره ورځ په پلازمېنه دمشق کې له سوري چارواکو سره تر ليدو وروسته ويلي وو چې حکومت بايد د مرستو د لېږد لپاره لار پرانيزي.

ورته مطالب