د سوریې کلابندو سیمو اوسېدونکي مرستو ته انتظار کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا به د ښکېلو لوریو ارزونه وي، چې د بشري مرستو لېږد ته اجازه ورکوي که نه سټېفن ډي مېستورا

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټېفن دي مېستورا وايي، د سوریې کلابندو سیمو ته به د مرستې کاروانونه واستول شي.

د نوموړي په وینا دا به د ښکېلو لوریو ارزونه وي، چې د بشري مرستو لېږد ته اجازه ورکوي که نه.

هغو سیمو کې، چې مرستې ورته اسوتل کېږي، مادیا ښارګوټی هم شامل دي، چې ویل کېږي یو شمېر اوسیدونکي یې له لوږي مري.

د نړۍ ځواکمن هېوادونه تېره اونۍ په دې یوه خوله شوي وو، چې سوریې کې باید ' دښمنۍ پای ته ورسیږي ' او د بشري مرستو لیږد لړۍ چټکه شي.

د سې شنبې په ورځ دمشق کې له خبرو وروسته ښاغلي ډي مېستورا وویل:

' دا د سوریې حکومت مسوولیت دی، چې د سوریې هر وګړي ته، چې هر چېرې وي ورسیږي او ملګرو ملتونو د بشري حقونو مرستو رسولو اجازه ورکړي او سبا به موږ دا وګورو '

د سوریې ولسمشر بشارالاسد حکومت له دې مخکې اوو هغو سیمو ته، چې یا د حکومتي ځواکونو او یا هم یاغیانو له لوري کلابندې دي، د بشري مرستو لپاره د مرستندویانو ورتګ تایید کړ.

Image caption دغو سیمو کې مادیا ښارګوټی هم شامل دي، چې ویل کېږي یو شمېر اوسیدونکي یې له لوږي مري.

د ملګرو ملتونو په وینا کلابندو سیمو کې تر نیم میلیون پورې کسان ژوند کوي.

د تربګنیو پای، بهیر چې جهادي ډلې پکې نه راځي د روانې اونۍ پای کې پلي کېږي.

ولسمشر اسد په دې اړه شک څرګند کړی، وايي د ا به ' ګرانه ' وي او وايي معانا به یې دا نه وي، چې ټول لوري به د وسلو کارول پریږدي.

روانه اونۍ حلب ښار ته نژدې هغو بریدونو کې، چې پر روغتونونو وشول، تر ۵۰ پورې کسان ووژل شول.

د ماشومانو ژغورنې سازمان په وینا، له هغه ډېر روغتیايي مرکزونه په نښه شوي، چې مخکې یې په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.

روسیه وايي دوی په کلکه د جنګي جرمونو تورونه ردوي.

د کریمیلین ویاند دیمتري پیسکووف بي بي سي ته ویلي، 'روسیه به یوازې هغه ثبوتونه ومني، چې سوري چارواکي یې وړاندې کوي.'