مصر د شکنجې له قربانيانو سره د مرستې مرکز تړي

د انځور حقوق AP

د مصر حکومت امر کړی چې د شکنجې قربانيانو سره د مرستې مرکز وتړي. د دوی په وینا د النديم مرکز د روغتيا وزارت له قوانينو سرغړونه کړې ده.

د النديم په نوم دې مرکز له ١٩٩٣ کاله د شکنجې قربانيانو سره مرسته کوله.

اوس د بشري حقونو پر ضد د فعاليتونو په لړ کې تړل کېږي. وېل کېږي دا ډول کړنې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي.

دغه مرکز ته د روغتيا د وزارت له اصولو ادعا شوې سرغړونې وروسته تر دوشنبې وخت ورکړل شوى چې خپلې دروازې وتړي.

خو د دې مرکز مشره وايي "موږ به دا مرکز نه تړو يا دا چې موږ ټول بنديان کړي".

نوموړې بي بي سي ته ويلي چې "د حکومت دا پرېکړه په بشپړ ډول سياسي انگيزه لري".

دې دا پرېکړه خجالت کوونکې وبلله خو زياته يې کړه چې د دې تمه کېده.

د بشري حقونو ډلې د مصر حکومت له خوا د مخالفانو په له منځه وړلو نيوکې کوي او وايي په دغه هېواد کې د پخوا په پرتله د شکنجې کولو پېښې زياتې شوې دي.

د حکومت دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې په مصر کې د ولسي وګړو لادرکه کېدل په ډيرېدو دي او هم د پوليسو او استخباراتو له خوا په ډېرېدونکې ډول د خلکو شکنجه کولو په اړه اندېنښه په زياتېدو ده.

څلور اوونۍ وړاندې د مصر په پلازمېنه قاهره کې ايټالوی څېړونکى ګيليو ريګيني په وهلو وژل شوى او مړى يې د سړک په غاړه غورځول شوى و.

د بشري حقوقو فعالين وايي د هغه بدن د شکنجې هغه نښې درلودې چې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي کسان ورسره مخامخ شوي وو.

حکومت په دې پېښې کې هر ډول لاس درلودل رد کړي او وايي د دې وژنې په اړه پلټنه روانه ده.