پاکستان د اعدام سزا ورکولو په لړ کې "درېيم" ځاى خپل کړى

پاکستان په نړيواله کچه د اعدام د سزا ورکولو په لړ کې درېيم ځاى خپل کړى دى. د بشري حقونو د سازمانونو د يوه راپور تر مخه تېرکال پاکستان کې ٣٢۴ کسان اعدام شوي چې ډېرى په کې داسې مجرمان شامل وو چې ترهګرۍ سره يې هېڅ کوم تړاو نه درلود.

رويټرز خبري اژانس چې دغه راپورونه يې کتلي دي، په خپل يوه راپور کې وايي چې په ٢٠١۴ کال کې د پېښور پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته له ۳۰۰ زيات کسان اعدام شوي، چې په دې کې يواځې ٣٩ يې داسې وو، چې ترهګرۍ کې ښکيل او يا يې هم له ترهګرو ډلو سره يې تړاو درلود.

په ياد شوي ښوونځي له بريد وروسته په پاکستان کې د اعدام پر سزا لگېدلى بنديز لرې شوى و. دې بريد کې ١٥٣ کسان وژل شوي وو چې ١٣۴ يې د ښوونځي زده کوونکي وو.

د "رپريو" په نوم نړيوال سازمان او په پاکستان کې د عدالت پروژې (جسټس پروجېکټ پاکستان) په نوم ادارې په خپل دې شريک راپور کې ويلي چې له چين او ايران وروسته اوس پاکستان د اعدامونو له امله په نړيواله کچه درېيم ځاى لري.

دې راپور کې راغلي دي، چې اعدام شويو کې داسې کسان هم شته چې له دماغي پلوه ناروغه، کم عمره، او ان داسې بنديان چې شکنجه شوي، شامل وو.

د "رپريو" د سازمان مشرې مايا فوا ويلي دي "له شمېرو داسې ښکاري چې د پاکستان د حکومت ادعاوې له حقيقت څخه لرې دي".

د رويټرز خبري اژانس په وينا د پاکستان حکومت پر دې راپور له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

حکومت په لومړي سر کې اعلان کړى و چې په اعدامونو لگېدلى بنديز يواځې ترهګريزو جرمونو کې ښکېلو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره پورته کېږي، خو وروسته په نورو جرمونو ککړ خلک هم په کې شامل کړل شوي وو.

په نړيواله کچه په پاکستان په دومره لوى شمېر، خلکو ته د اعدام سزا ورکولو باندې نيوکې شوې دي خو د هېواد دننه تر ډېرې اندازې يې هرکلى شوى دى.

ورته مطالب