پاپ پر ډونالډ ټرمپ کلکه نیوکه وکړه

د انځور حقوق Reuters

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د امریکا د جمهوري ګوند پر نوماند ډونالډ ټرامپ کلکه نیوکه کړې ده.

پاپ وايي ''هغه څوک مسیحي نه دی، چې یوازې د دېوالونو جوړولو په اړه فکر کوي... او د پلونو جوړولو په اړه سوچ نه کوي''.

پاپ فرانسیس له مکسیکو نه روم ته د ستنېدو پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

خو ټرمپ بیا پخپل غبرګون کې ځان یو ''سرلوړی مسیحي'' ګڼلی او د مکسیکو دولت یې د پاپ د څرګندونو له کبله پړ ګڼلی دی.

ټرمپ وړاندې پخپلو خبرو کې ویلي وو، په پام کې لري چې له مکسیکو سره د امریکا پر سرحدي پوله دېوال جوړ کړي. ده په یوه بله لانجمنه وینا کې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز غوښتنه هم کړې وه.

ډونالډ ټرمپ ویلي، که چېرې ولسمشر شي، هغه ۱۱ میلیون کډوال به وباسي چې قانوني اسناد نه لري. ده دا هم ویلي چې مکسیکو امریکا ته ''تجاوز کوونکي'' او ''مجرم'' کسان استوي.

د بي بي سي د خبریالانو په وینا، ټرمپ پخپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې هڅه کوله چې خپل مسیحیت او مذهبي تګلوری روښانه کړي، خو د پاپ دا څرګندونې د ټرامپ د هڅو لپاره یو لوی ګوزار کېدای شي.

پاپ فرانسیس مکسیکو ته د خپل شپږ ورځني سفر په پای کې دا څرګندونې کړې دي. پر همدې مهال پاپ پاپ د امریکا د ټاکنو په اړه څرګندونه نه ده کړې.

پاپ وویل: ''زه یوازې وایم که چېرې دغه سړي دا خبرې کړې وي، مسیحي نه دی. باید وکتل شي چې آیا په دې ډول خبرې یې کړې او که نه. زما غالب ګومان دا دی چې داسې به نه وي''.

'ښه سړی نه دی'

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په جنوبي کارولینا کې د پاپ پر څرګندونو غبرګون وښود. په دې ایالت کې ټاکنې د شنبې په ورځ ترسره کېږي.

ده وویل: ''د یوه دیني مشر لپاره د خلکو ایمان تر پوښتنو لاندې راوستل د شرم وړ خبره ده. زه ویاړم چې مسیحي یم. هېڅ مشر، په تېره بیا یو دیني مشر باید د یوه انسان ایمان یا مذهب تر پوښتنې لاندې راوستلو حق ونه لري''.

د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي شهزاده له ټرمپ نه غوښتي وو، چې د راتلونکي له ولسمشریزو ټاکنو نه لاس په سر شي.

ده وویل: ''پاپ زما په اړه منفي خبرې کړې. دا چې د مکسیکو دولت دی قانع کړی چې ټرمپ ښه سړی نه دی''.

وړاندې د سعودي عربستان شهزاده ولید بن طلال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ نوماند ډونالډ ټرمپ د ''امریکا لپاره شرم'' ګڼلی، خو ټرمپ بیا بن طلال یو ''بې عقل'' انسان بللی دی.

ورته مطالب