د یونان اوبو کې ۹۰۰ کډوال ژغورل شوي

د انځور حقوق AFP

د اروپايي ټولنې سرحدي سمندري ساتونکو ګزمې ویلي، نژدې ۹۰۰ کډوال یې د یونان لسبوس ټاپو ته څېرمه ژغورلي دي.

دغه کسان په یوه بېړۍ کې د لسبوس مایتیلین ټاپو سمندر غاړې او د ترکیې ساحل ته نژدې لېږدول کېدل.

وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې یو میلیون کسان اروپا ته کډوال شول، چې دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته د کډوالۍ تر ټولو ناوړه حالت ګڼل شوی دی.

پر همدې مهال، اروپايي ټولنه د مارچ په لومړیو کې له ترکیې سره د کډوالو د کړکېچ په اړه یوه ځانګړې غونډه لري.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټاسک بروکسل کې د اروپايي ټولنې د وروستۍ ناستې له ختمېدا وروسته وویل: ''زموږ لپاره د اروپايي ټولنې او ترکیې طرحه لومړیتوب لري''.

ښاغلي ټاسک دا هم وویل چې اروپاي ټولنه ددغه کړکېچ د حل د څرنګوالي لپاره لازم ګامونه اخلي.

د ژغورل شویو کډوالو هویت نه دی په ډاګه شوی.

دوه اوڼۍ وړاندې، یونان په څلورو مرکزونو کې د کډوالو د ثبتولو چاره پیل کړې وه.

تېر کال، تر ۸۵۰ زرو ډېر کډوال، چې ډېری ې د سوریې، عراق او افغانستان له جګړو تښتېدلي وو، یونان ته ولاړل او له هغه ځایه اروپا ته وخوځېدل.

په اوړي کې هره ورځ تر ۷ زرو پورې کډوال د ترکیې له سمندر نه یونان ته ننوتل.

تېر کال، تر ۷۰۰ ډېر کسان د سمندر په خطرناکو سفرونو کې ووژل شول او سږ کال تر اوسه ددغه سفر په اوږدو کې د وژل شویو کډوالو شمېر لږترلږه ۱۰۰ کسان اعلان شوی دی.

اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې ترکیې ته به ۳ میلیارد یورو ورکوي چې همالته کډوال مېشت کړي او خپلې پولې پرې ټینګې وساتي.

د انځور حقوق Frontex

ترکیه دا مهال د کابو ۳ میلیون کډوالو کوربه توب کوي، چې ډېری یې د سوریې وګړي دي.

ګڼ کډوال یونان ته د رسېدو په موخه قاچاق وړونکو ته زرګونه ډالر ورکوي. بیا وروسته دوی جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

ورته مطالب