جاپانی وکیل د اوباما ضد څرګندونو له کبله بي آبه شو

آبي وکیلانو ته ویلي چې له خپلو خولو او رویو سره پام وکړي د انځور حقوق AFP
Image caption آبي وکیلانو ته ویلي چې له خپلو خولو او رویو سره پام وکړي

د جاپان لومړي وزیر شینزو آبي د پارلمان یو استازی له دې کبله په سختو ټکو رټلی، چې ګني د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اړه یې ویلي وو چې د هغه په رګونو کې 'د غلامۍ وینه' بهېږي.

کازویا مارویاما دا څرګندونې د تېرې چارشنبې په ورځ د پارلمان په یوه غونډه کې کړې دي.

مارویاما هم د لومړي وزیر د ګوند غړی دی.

آبي وايي، د خلکو ټاکل شوي استازی باید خپلو خولو او رویو ته ښه پام وکړي.

د اوباما مور سپین پوستې او پلار یې تور پوستی کینیایی و، چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د زده کوونکي په توګه تللی و.

مارویاما دا څرګندونې د نړیوال ستر قوت په توګه د امریکا د ارزونې پرمهال په یوه بحث کې کړې دي.

ده ویلي: ''اوس د امریکا متحدو ایالتونو مشري تور پوستی سړی کوي، چې د تورپوستو یعنې په واضح ډول د غلامانو وینه پکې بهېږي''.

نوموړي دا هم ویلي چې: ''د امریکا د جوړښت پرمهال هېچا په ذهن کې نه ورګرځېده چې ګني یو تورپوستی به یې مشري کوي، یعنې یو غلام به یې مشر وي، امریکا تر دې حد پورې بدله شوې ده''.

مارویاما بیا وروسته د خپلو څرګندونو له کبله هغه مهال بښنه غوښتې، چې خبریالانو ترې د څرګندونو په اړه وپوښتل.

خو مخالفو وکیلانو احتجاج کړی، او د هغه د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

د جمعې په ورځ لومړي وزیر شینزوا آبي د مارویاما په تړاو د مخالفو وکیلانو له ګڼو پوښتنو سره مخامخ شو، خو نوموړي یې په ځواب کې وویل: ''موږ باید لا ډېر احساس ولرو چې د ولس له خوا ټاکل شوي یو، د خپل ځان څارنه ضروري ده، او زموږ څرګندونې اغېز لري''.

Image caption کازویا مارویاما هم د لومړي وزیر د ګوند غړی دی.

دا په وروستیو کې د واکمن لیبرال دیموکرات ګوند په منځ کې یوه بله رسوايي ګڼل کېږي.

تېره اونۍ، یو بل وکیل کینزوکي میازاکي له خپلې څوکۍ نه له دې کبله لیرې شو چې له یوې مېرمنې سره یې د اړیکو لرل تایید کړل، حال دا چې خپله مېرمن یې د بچي زیږولو په وخت کې وه.

په تېره جنورۍ کې، د اقتصاد وزیر اکیرا اماري د هغو تورونو له کبله له دندې لیرې شو، چې ګني د یوه ودانیز شرکت له خوا یې بډې اخیستې دي، خو نوموړي دا تورونه رد کړل.

ورته مطالب