بريتانيا د اروپايي ټولنې په اړه د ټولپوښتنې نېټه وټاکله

د انځور حقوق Reuters

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون اعلان کړی چې په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا د غړيتوب په اړه ټولپوښتنه به د روان کال د جون پر ۲۳ مه کېږې.

ښاغلي کمېرون دغه پرېکړه له کابينې سره تر دوه ساعته ناستې وروسته کړې ده. نوموړي دا د راتلونکې لپاره يوه ستره ګام بللی دی.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامېرون له خوا خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې "له اروپايي ټولنې وتل به داسې وي لکه په تياره کې ټوپ وهل". ډېوېډ کمېرون له خلکو غوښتي چې اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په پلوۍ رايه ورکړي.

له دې وړاندې ښاغلي کمېرون ويلي وو "چې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره يې يو داسې تړون کړی چې له مخې به يې بريتانيا ته "ځانګړي امتيازونه" ور کړل شي.

د دغه هېواد ځينو وزيرانو چې د کورنيو چارو وزيره تريزا مې، هم په کې شامله ده، په اروپاتي ټولنه کې د پاتې کېدو اعلان کړی دی.

بله خوا د عدليې وزير مايکل ګوو سربېره يو شمېر نور وزيران له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتو غوښتونکي دي.

تېره ورځ د بريتانيا او اروپايي ټولنې تر منځ يوه پرېکړه شوې وه.

لکه څنګه چې ډېوېډ کمېرون پرون ويلي وو، د بريتانيا او اروپايي ټولنې تر منځ د نوې پرېکړې له مخې به دوی د اروپايي ټولنې پر لور نه ځي خو خپله خپلواکي به ساتي او هغه قوانين چې د بريتانيا خوښ نه دي د هغو پر وړاندې به مبارزه کولای شي.

د انځور حقوق Getty Images

د دغې پرېکړې له مخې به بريتانيا کولای شي د کډوالو شمېر او د هغوی امتيازونه کنټرول کړي. بريتانيا به مجبوره نه وي له هغو هېوادونو سره چې له اقتصادي بحران سره مخي شي لويه مالي مرسته وګړي خو د اروپا په ګډ بازار کې به د سوداګرۍ حق ولري. بريتانيا به د اروپا ګډو ويزو پروګرام او د اروپا پوځ کې نه شامېلېږي خو د ناټو غړې به وي.

د بريتانيا لومړی وزير وايي "اوس به د بريتانيا وګړي پرېکړه کوي چې په دغه ډول جوړه شوې اروپايي ټولنه کې پاتې کېږي او که نه".

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي "زه له بروکسل سره مينه نه لرم، زه له بريتانيا سره مينه لرم، زه لومړنی کس يم چې وايم د اروپا د ښه کېدو لپاره ډېرې لارې چارې شته او د اروپا د اصلاحاتو د نده له دې پرېکړې سره پای ته نه رسېږي"

نوموړی وايي "زه به هېڅکله هم و نه وايم چې زموږ هېواد له اروپا ټولنې د باندې ژوندي پاتې کېدی نشي، موږ لويه بريتانيا يوو او لويې موخو ته رسېدلی شوو".

د اروپايي ټولنې په غونډه کې د دغې پرېکړې اعلان د اروپاي کونسل مشر ډونلډ ټسک کړی و. نوموړي ويلي وو چې دغه نوې پرېکړه به د برتيانيا ځانګړې امتيازونه قوي کړي.

نوموړی وايي، "زه باور لرم چې بريتانيا، اروپا او راوپا بريتانيا ته اړتيا لري خو وروستی پرېکړه به د بريتانيا ولس کوي".

ورته مطالب