سعودي له لبنان سره ۳ میلیارد ډالر پوځي مرسته وځنډوله

په پام کې وه چې سعودي عربستان د لبنان د پوځ لپاره له فرانسې پوځي توکي واخلي د انځور حقوق AP
Image caption په پام کې وه چې سعودي عربستان د لبنان د پوځ لپاره له فرانسې پوځي توکي واخلي

سعودي عربستان له لبنان سره درې میلیارده ډالري پوځي مرسته ځنډولې ده.

دا ګام یې وروسته تر هغه اخیستی چې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د ایران پروړاندې د سعودي د ملاتړ په موخه د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پرېکړه لیک ملاتر ونه کړ.

د سعودي د رسمي خبري آژانس په وینا، په پام کې وه چې په دغو پیسو به له فرانسې نه وسلې ترلاسه کړل شي او د لبنان پوځ ته به ورکړل شي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۳ کال له لبناني پوځ سره ددغې مرستې ژمنه کړې وه چې له ژمنې سره سمه د وسلو لومړنۍ جوپه مرسته یې، چې له فرانسې نه ترلاسه شوې وه، د تېر کال کال په اپرېل میاشت کې لبنان ته ورسېده.

د سعودي د یوه چارواکي په حواله، ویل شوي چې عربستان یو میلیارد ډالر مرسته د لبنان له امنیتي بنسټونو سره ځنډولې ده.

د ایران او عربستان ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې سعودي شیعه ملا شیخ نمر اعدام کړ.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر جبران باسیل په تېره جنورۍ کې ویلي وو، د عربي هېوادونو د ټولنې پر هغې هوکړې یې له رای اچولو ډډه کړې وه، چې پر دوو سعودي استازو یې بریدونه غندلي وو، ځکه چې په دې پرېکړه کې د لبنان حزب الله ډلې نوم راغلی و او هغه یې په ترهګرۍ تورنه کړې وه.

Image caption د سعودي چارواکو پر لبنان له دې کبله نیوکه کړې، چې ایران کې د سعودي پر دیپلوماتیک ماموریت یې بریدونه ونه غندل

بل خوا، فرانس پرېس خبري آژانس د لبنان د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي ''د لبنان پوځ د سعودي پر پرېکړې هېڅ خبر نه دی''.

حزب الله ډلې بیا په یوه اعلامیه کې ویلي ''د سعودي د پرېکړې په اړه چې له پوځ سره به مالي مرسته دروي، په لبنان کې هېڅوک نه دي خبر کړل شوي''.

د لبنان لومړي وزیر تمام سلام هم ویلي ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د سعودي عربستان چارواکو د پوځ او امنیتي ځواکونو د مسلح کولو لپاره ځانګړې پوځي مرسته درولې ده.

Image caption د سعودي د پوځي مرستو لومړۍ جوپه، چې د ټانک ضد توغندي هم پکې وو، د تېر کال اپرېل کې د لبنان پوځ ته وسپارل شوه

ورته مطالب