د سوريې چاودنو کې لسګونه کسان وژل شوي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کېږي په دغو چاودنو کې لسګونه کسان وژل شوي چې ډېری يې ولسي وګړي دي

په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغو چاودنو کې ۴۶ کسان وژل شوي چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

بل خوا د سوريې دولتي رسنۍ په دغو چاودنو کې د وژل شويو شمېر ۳۲ تنه ښودلی دی.

د راپورونو له مخې دواړه چاودنې له هغو چاودېدونکو توکو څخه رامنځ ته شوې چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو. دغه سيمه د سوريې د ولسمشر بشار اسد د ملاتړو يو تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

په دغه سيمه کې وړاندې هم دا ډول چاودنې رامنځ ته شوې دي چې مسووليت يې "اسلامي دولت" نومې ډلې منلی دی.

تېره مياشت هم په دغه سيمه کې دې ته ورته دوو چاودنو کې ۲۲ کسان وژل شوي وو، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

دغه سيمه چې محله الزهرا نومېږي ډېری وکړي يې له علوي لږکيو څخه دي.

ورته مطالب