روسيې په سوريه کې خونړي ځانمرګي بريدونه غندلي

د انځور حقوق AFP

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغو بريدونو مسوليت پر غاړه اخيستى و. مسکو خبردارى ورکړى دى دا بريدونه چې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان په کې وژل شوي وو، تاوتريخوالي ته د پاى ورکولو هڅې اغېزمنې کوى شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي چې پر دمشق او حمص بريدونه، په دې موخه ترسره شوې چې د اوږد مهال سیاسي جوړ جاړي هڅې شنډې کړي.

نوموړي له دې سره هغه څه چې د نړیوالې ټولنې له خوا یې "سم، اصولي غبرګون" وباله غوښتنه وکړه. اوس یوه لاره دا ده چې نړیوالې حل لارې ته ډېر پام واړول شي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون ويلي وو، چې اوس د داسې یوې هوکړې اړتیا شته چې داعش ته په کې ځای ور نه کړل شي. دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی کېري وايي چې دا په راتلونکو ورځو کې پيل کېدی شي خو ولسمشر اوباما او پوتین باید لومړی سره خبرې وکړي.

له دې سره سوریې کې روانه جګړه وضعیت لا پسې خرابوي. داسې ښکاري چې داعش وسله والو شمالي حلب ښار ته د دولت اصلي اکمالاتو لاره تړلې ده.

دا د ولسمشر اسد د ځواکونو خوځښت کراروي، خو دا تر دې پخوا هم شوي و او د یوه لنډمهالي ځنډ ښکارندوی دی.

ورته مطالب