سوريه کې ښکېلو غاړو پر اوربند موافقه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمېرو تر مخې د سوريې په پنځه کلنه جګړه کې له ۱۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي

د سوريې حکومت او اصلي مخالفو ډلو په سوريه کې د جګړې او تاوتريخوالي د ختمولو په اړه موافقه کړې ده.

د سوريې چارواکي وايي د روسيې او امريکا له خوا د اعلان شوی پلان له مخې به پوځي عمليات ودروي.

وړاندې روسيې او امريکا اعلان کړی و چې په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو په تړاو به د فبرورۍ له ۲۷ نېټې څخه اوربند پيل شي.

د دغو دواړو ياد شويو هېوادونو له خبرپاڼې څرګندېږي چې په دغه اوربند کې "اسلامي دولت" نومې ډله (داعش) او له القاعدې سره تړلې النصره ډله به ګډون نه ولري.

د سوريې حکومت ويلي چې د اعلان شوي پلان له مخې به امريکا او روسيه په سوريه کې کورنيو جګړو ته د پای ټکې کېږدي.

د سولې عالي کمېټه چې د حکومت له مخالفانو څخه جوړه شوې ويلي، اوربند تړون به ومني خو حکومت دې په بدل کې کلابندې سيمې ازادې کړي، پر ولسي وګړو دې بريدونه ودروي، بنديان دې خوشي کړي.

سپينې مانې ويلي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د سوريې د جګړې او تاوتريخوالي د ختمولو په اړه ټيليفوني خبرې کړې دي.

د شمېرو له مخې د سوريې په پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ ميليونه نور د خپلو سيمو او کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.

ورته مطالب