پنتاګون کانګرس ته د ګوانتانامو زندان د تړلو پلان وړاندې کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې لاهم ۹۱ کسان بندیان دي.

د امریکا دفاع وزارت "پنتاګون" وايي، کانګرس ته د ولسمشر بارک اوباما له خوا د ګوانتانامو زندان د تړلو طرحه وړاندې کوي.

اوباما په دې هڅه کې دی، چې د ولسمشرۍ له مودې پای ته رسېدو مخکې ګوانتانامو زندان وتړي.

تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې د بارک اوباما د ولسمشرۍ دوره ختمېږي.

د پنتاګون ویاند جیف ډیفیز وايي "د امریکا اداره تر راتلونکې سې شنبې ورځې پورې کانګرس ته د زندان د تړلو طرحه وړاندې کوي".

د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې لاهم ۹۱ کسان بندیان دي.

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي "پلان دا دی چې د ګوانتانامو ځینې بندیان د هغوی خپلو هېوادونو یا نورو هېوادونو ته واستول شي او پاتې نور بندیان به د امریکا هغو زندانونو ته ولېږدول شي چې ټینګ امنیت یې نیول شوی".

رویټرز وايي، یوه امریکايي چارواکي ویلي، داسې نور غوراوي هم شته چې ځینې بندیان بهر ته د محاکمې لپاره واستول شي.

ورته مطالب