"د سوماليا پوځي اډې بريد کې لږ ترلږه ۱۸۰ پوځيان وژل شوي وو"

د انځور حقوق AP
Image caption الشباب ډلې ويلي وو، چې په دغه بريد کې يې نژدې ۱۰۰ پوځيان وژلي

د سوماليا ولسمشر حسن شيخ محمود ويلي چې پر پوځي اډه د الشباب ډلې د تېرې مياشتې بريد کې لږ تر لږه ۱۸۰ پوځيان وژل شوي وو.

د کينيا له خوا تر اوسه پر دغه پوځي اډه بريد کې د وژل شويو يا ټپي شوو پوځيانو شمېر نه دی ښودل شوی.

الشباب ډلې ويلي وو، چې په دغه بريد کې يې نژدې ۱۰۰ پوځيان وژلي.

که چېرې د دغو ۱۸۰ پوځيانو د وژلو پخلی وشي نو په تېرو ۱۰ کلونو کې له هغه مهاله چې د الشباب ډله رامنځ ته شوې دا به تر ټولو لوی او خونړی بريد وي.

ولسمشر محمود د وژل شويو پوځيانو شمېر له يوه سوماليايي تلويزيون سره په مرکه کې په ډاګه کړی او په کينيا کې د دغو پوځيانو په اړه ياد غونډې ته د تللو ننګه يې کوله.

ځينو سومالي وګړو پر خواله رسنيو پر نوموړي نيوکه کړې او ويلي يې دي چې ده ته "دى خپلو هېوادوالو په پرتله د کينيايي وګړو په اړه ډير اندېښمن دى".

ولسمشر محمود وايي چې په "الدي اډه کې وژل شويو پوځيانو ته احترام وړاندې کول اړين وو".

نوموړي د سوماليا تلويزيون ته ويلي "کله چې له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پوځيان چې زموږ لپاره استول شوي په سوماليا کې په يوه ورځ ووژل شي، دا کومه وړه خبره نه ده".

نوموړی وايي "دغه پوځيان سوماليا کې د امن ساتلو لپاره استول شوي وو او او د دوی کورنۍ قانع دي چې دغه پوځيان د خپلې دندې پر مهال وژل شوي دي".

بل خوا کينیا ویلي وو، چې په دغه بريد کې چاودېدونکي توکي د القاعدې له خوا په ۱۹۹۸ کال کې په نيروبي کې د امريکا پر سفارت بريد کې د کارولو شويو چاودېدونکو توکيو په پرتله درې ځله زيات زورور وو. د امريکا پر سفارت هغه بريد کې ۲۲۴ کسان وژل شوي وو.

کينیا د افريقايي ټولنې په ۲۲۰۰۰ پوځيانو کې ۴۰۰۰ پوځيان لري چې په سوماليا کې د الشباب ډلې پر وړاندې جګړه کوي.

ورته مطالب