ایران کې د زنداني امریکايي پلار نیول شوی دی

د انځور حقوق
Image caption موږ خبر یو، چې د امریکا یو اوسېدونکی ایران کې نیول شوی دی مارک ټونر

ایراني چارواکو د هغه امریکايي سپین ږیری پلار نیولی، چې دی خپله هم له څلورو میاشتو راهیسې زندان کې دی.

د باقر نمازي مېرمنې افې نمازي پر فېسبوکپاڼه لیکلي، چې ۸۰ کلن میړه یې د دوشنبې په ورځ تهران کې نیول شوی دی.

د نوموړي زوی سیامک نمازي چې د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت لري تېر اکتوبر کې هغه مهال د سپاه پاسداران ځواک له لوري نیول شوی و، چې د کورنۍ لیدو ته تللی و. چارواکو د سیامک خلاف تر اوسه کوم رسمي تورونه نه دي اعلان کړي.

مېرمن نمازي خپل پوسټ کې لیکلي، چې باقر نمازي چې خپله هم دوه ګونی تابعیت لري هغه زندان ته وړل شوی، چې زوی یې سیامک پکې زنداني دی.

د نوموړي په وینا ښاغلی نمازي د زړه ناروغۍ په شمول له جدي طبي ستونزو سره مخامخ دی، چې وايي ځانګړي پام ته اړتیا لري. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د خپل هېواد مشرانو جرګې ته خبرو کې په دې اړه یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل:

'زه په دې اړه بشپړ معلومات لرم او دغه موضوع کې په ځانګړې توګه ښکېل یم، خو د یو شمېر ملحوظاتو له کبله نه شم کولای په دې اړه دلته ډېرې خبرې وکړم.'

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي دوی په دې اړه خبر دي، چې د امریکا یو اوسېدونکی ایران کې نیول شوی دی.

باقر نمازي، چې یو مهال ایران کې والي و او بیا یې یونیسیف سره دنده درلوده، دا وروستیو کې یې د ایراني غیر حکومتي خیریه موسسو د تړون یوې ادارې چارې پر مخ بیولې.

د نوموړي زوی سیامک عربي متحدو اماراتو کې د کریسینټ پترولیم لپاره کار کاوه او له هغه مخکې یې ایران کې د مشورتي چارو کاروبار کاوه.

باقر نمازي له هغه څه باندې یوه میاشت وروسته نیول کېږي، چې ایران او د امریکا متحدو ایالتونو یو شمېر زندانیان تبادله کړل.

پنځه امریکایان له ایراني زندانه خوشي شول او بدل کې یې اووه ایراني وګړي له امریکايي زندانونو خوشي کړل شول.

له څلورو خوشي شویو امریکايي زندانیانو نه یې د واشنګټن پوسټ خبریال جېسون رضایان په شمول درې هغه تېره میاشت له ایرانه ووتل.