ایران کې د پارلمان او پوهانو شورا ټاکنې

د انځور حقوق EPA

په ایران کې د پارلمان او خبرګان شورا ټاکلو لپاره رای اچونه پیل شوې ده، چې بېلابېلې ډلې د اسلامي شورا (پارلمان) د ۲۹۰ څوکیو او د خبرګان د شورا د ۸۸ څوکیو لپاره سیالي کوي.

د ایران د ټاکنو کمیسیون مشر اعلان کړی چې د رای اچولو وخت به د جمعې په ورځ لږترلږه لس ساعته دوام وکړي (د ایران پر وخت د ګهیځ له اتو بجو پیلېږي او د مازدیګر تر شپږو پورې دوام کوي)، خو که اړتیا شي په ټاکنیزو حوزو کې وخت غځول کېدای هم شي.

ټاکنیز کمیسیون د پنجشنبې په ورځ وویل، په ټاکنو کې د ګډون لپاره د پېژندپاڼې سربېره، د ملي کارت د شمېرې لرل هم اړین دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د پنجشبې په ورځ وویل، د لومړي پړاو ټاکنو ورځ او وخت په ډاګه شوی، خو د دویم پړاو لپاره بیا وخت نه دی روښانه شوی.

بل خوا د تهران د ټاکنو دفتر ویلي، امکان لري د رای شمېرل د تهران په ټاکنیزو حوزو کې تر درو ورځو پورې وخت ونیسي.

د انځور حقوق EPA

ایراني چارواکي وايي، د نګهبان شورا، پر ټاکنو د څار دنده لري، د شپږو زرو او ۳۳۳ کسانو واک یې تایید کړی و، چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول، خو ۱۴۸۰ کسان تر لاس په سر شوي وو.

د انځور حقوق

اصلاح غوښتونکي او د ولسمشر حسن روحاني ملاتړي وايي، هیله لري چې په دې ټاکنو کې وکړای شی د دولت بېلابېلې کړۍ شورا ته راولي.

په مقابل کې بنسټپالان هڅه کوي چې د خپل سیاسي حریف اصلاح غوښتونکو پر وړاندې پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي.

په وروستیو اونیو کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای څو ځلې د ټاکنو له لارې د دښمن د ''نفوذ'' په اړه خبرداری ورکړی و.

د انځور حقوق epa

بل خوا، ولسمشر حسن روحاني خلک رای اچولو ته هڅولي دي خو د هغو کسانو په اړه چې د خپلې خوښې نوماندان یې رد شوي، او یا دا چې د رای اچولو لپاره کوم څرګند دلیل نه لري، ویلي چې ''ځینې وخت ټاکنې ډېرې له کړاوه ډکې وي، خو موږ باید په هر حالت د رای اچولو صندوقونو ته ولاړ شو. ټاکنې یوه بله لویه دنده او مسؤولیت دی، خو نه حاضرېدل ډېر په زیان تمامېږي او ښکاره ده چې په داسې وضعیت کې به موږ لږ ګټه وکړو''.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA

ورته مطالب