بغداد کې دوو بریدونو ۱۵ کسان وژلي

د انځور حقوق Getty

د عراق پلازمېنې بغداد د شیعه ګانو پر یوه جومات او یوه بل ځای کې دوو بریدونو لږترلږه ۱۵ کسان وژلي دي.

په بریدونو کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي، چې ویل کېږي دواړه ''ځانمرګي'' بریدونه وو.

په لومړي برید کې یوه سړي پر ځان پورې تړل شوي چاودېدونکي توکي د یوه شیعه جومات د ننه چوولي او دویم کس بیا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د راغونډېدو په ځای کې پر ځان پورې تړل شوي توکي چوولي دي.

د بغداد په شمال الشعله سیمې په رسول الاعظم'' جومات کې د برید پړه د ''اسلامي دولت'' په نامه ډلې منلې ده.

دغې ډلې ویلي برید کوونکو یې ''مرتد'' کسان په نښه کړي دي.

ویل کېږي دا ''دوه ګوني'' بریدونه وو. د دوه ګونو بریدونو اصطلاح هغه مهال کارول کېږي، چې یو برید وشي، خو کله چې سیمې ته امنیتي او طبي کسان ورسېږي، دویم برید وشي.

په وژل شویو کې درې امنیتي کسان دي.

په عراق کې ''اسلامي دولت'' ډلې د شیعه ګانو پر جوماتونو او حسینیو وړاندې هم خونړي بریدونه کړي.

تېره میاشت، دغې ډلې د بغداد د خرڅلاو پر یوه مرکز برید وکړ، چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې ووژل شو.

ورته مطالب