اوباما: راتلونکې څو اونۍ د سوریې لپاره 'حیاتي' دي

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي د ''اسلامي دولت'' ډلې د ماتولو لپاره په سوریه کې د جګړې پای اړین دی.

ولسمشر اوباما وویل په سوریه کې پلان شوی اوربند مهم دی او کړکېچ کې ټولو ښکېلو غاړو ته یې خبرداری ورکړ چې نړۍ یې څاي، آیا د اوربند په اړه خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې کېږي که نه.

اوباما ویلي، راتلونکې څو اونۍ د سوریې د راتلونکې لپاره 'حیاتي' دي.

ټاکل شوې وه چې په سیمه ییز وخت د جمعې په شپه دولس بجې اوربند پیل شي.

ښاغلي اوباما دغه اوربند د کړکېچ په پای ته رسولو کې مهم ګام بللی خو وايي چې په سوریه کې به کړکېچ ژر پای ونه مومي.

دغه راز ولسمشر اوباما یو ځل بیا دا خبره په ډاګه کړه چې د سوریې کړکېچ ته د سیاسي حل لارې په ترڅ کې ولسمشر بشارالاسد په واک کې نه شي پاتی کېدای. هغه پلان شوی اوربند په سوریه کې د سولې لپاره یو چانس وباله.

بله خوا سوري فعالان وايي په داسې حال کې چې د پلان شوي اوربند پیلیدو ته څو ساعته وخت پاتی و دولتي چورلکو او روسي جنګي الوتکو د یاغیانو پر سنګرونو ګڼ بریدونه وکړل.

رپوټونه وايي له دمشق سره نژدي په دریا کې لسګونه بیلري بمونه غورځول شوي او په شمالي لتاکیا ولایت کې بیا روسي الوتکو بمباري کړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي اوباما دغه اوربند د کړکېچ په پای ته رسولو کې مهم ګام بللی خو وايي چې په سوریه کې به کړکېچ ژر پای ونه مومي.

که څه هم مخالفینو د دوه اونۍ اوربند ملاتړ کړی خو داسې اندیښنه پیدا شوي چې د یوه اوږد مهاله اوربند د ټینګیدو لپاره دوه اونۍ لږ وخت دی.

څیړونکې وايي د یاغیانو هغه ډلې چې د مذاکراتو عالي کمیټه یې استازیتوب نه کوي ښايي د سولې هڅې وننګوي.

ورته مطالب