ترکیې دوه خبریالان خوشي کړل

د انځور حقوق AFP

په ترکیه کې د اساسي قانون اړوندې محکمې په امر د حکومت مخالفې ''جمهوریت'' ورځپاڼې دوه خبریالان، چې د دولت د راز افشا کولو په تور بندیان شوي وو، خوشي شوي، خو مارچ کې یې محاکمه پاتې ده.

محکمې ویلي، دوندار او ګل له دې کبله بندیان شوي وو، چې د دولت پټ رازونه یې افشا کړي چې دا له اساسي قانون ښکاره سرغړونه ده.

''جمهوریت'' ورځپاڼې څو میاشتې وړاندې د یوې لارۍ د تلاشۍ پرمهال داسې انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې وې، چې په وسلو بار وه.

ورځپاڼې ویلي وو، دا لارۍ د ترکي استخباراتي سازمان اړونده وه، چې په ۲۰۱۴ کال د سوریې اسلامپالو جنګیالیو ته استول کېدو ته چمتو شوې وه.

دوندار تر خوشي کېدو وروسته د زندان دروازې ته څېرمه وویل، د ده د خوشي کېدو په تړاو د محکمې حکم ''د ولسمشر ایردوان له خوا د هغه د زوکړې د ورځې [فبروري ۲۶] ډالۍ ته ورته عمل دی''.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوان ددغو خبریالانو له نیول کېدا وړاندې ویلي وو ''دواړه به د خپلو اعمالو سزا وویني''.

که څه هم دغه خبریالان خوشي شوي، خو د مارچ پر ۲۵مه یې بله محاکمه کېدونکې ده.

دواړه د جمعې ورځې په ګهیځ تر ۹۲ ورځو بند وروسته خوشي شوي دي.

Image caption ایردم ګل (کيڼ) او جان دوندار د جمعې په ورځ وختي خوشي شول

د دغو خبریالانو د خوشي کېدو لپاره د استانبول د زندان دروازه کې ګڼ خلک غونډ شوي وو.

ښاغلي دوندار وویل: ''موږ بهر ته راووتو، خو زموږ تر ۳۰ ډېر ملګري خبریالان لاهم په زندان کې دي. زما هیله دا ده چې دا حکم به د دوی د آزادۍ لپاره هم لاره هواره کړي''.

ورته مطالب