ایران کې د پارلمان او 'پوهانو' شورا رایې شمېرل کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د څه باندې نیمايي ایرانیانو عمرونه له ۳۵ کلونو ټيټ دي، خو د ځوانانو په منځ کې بې کاري په سلو کې ۲۵ ته رسېدلې ده.

په ایران کې د اسلامي شورا (پارلمان) او د 'پوهانو' شورا (خبرګان) د غړو ټاکلو لپاره د اچول شویو رایو شمېر پیل شوي دي.

د لومړيو شمېرو له مخې داسې برېښي چې منځلارو او اصلاح غوښتونکو ډېرې رایې ګټلې دي.

دا له نړیوالو قوتونو سره د ایران د اتومي لانجې پر سر له هوکړې لاسلیکېدو او د بندیزونو له لیرې کېدو وروسته لومړۍ ټاکنې دي.

فرانس پرېس خبري آژانس د کورنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویلي، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۵۸ سلنه وه.

د رای اچوونکو شمېر ۵۵ میلیون کسان ښودل شوی دی.

د ایران چارواکو 'رای اچولو ته د خلکو د هڅولو په موخه' د رای اچولو بهیر درې ځلې غځولی دی.

د انځور حقوق epa

د ایران رسمي تلوېزیون ویلي، د رای اچونې په ورځ پنځه ساعته د رای اچولو وخت غځول شوی و.

د انځور حقوق ISNA

اصلاح غوښتونکي هیله لري چې د محافظه کارانو تر کنټرول لاندې پر دوو بنسټونو ددوی اغېز ډېر شي.

په دې ټاکنو کې د ۲۰۱۷ کال د ټاکنو لپاره د ولسمشر حسن روحاني د بخت آزمایلو لپاره هم فرصت شته.

د انځور حقوق AFP

د ایران رسمي خبري آژانس 'ایرنا' د ولسمشر روحاني له خولې ویلي ''ټاکنې د هېواد د سیاسي استقلال یو سمبول دی. په رایې اچولو سره، هېوادوال د هېواد برخلیک ټاکي .. داسې رپوټونه شته چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه لوړه وه''.

''د دښمنانو هیلې''

د انځور حقوق AP
Image caption د 'پوهانو' (خبرګان) شورا د غړیتوب لپاره ۸۸ مذهبي کسان (آخوندان) ټاکل کېږي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای پر ایرانیانو غږ کړی و چې په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي چې په وینا یې په دې کار سره د ''دښمنانو هیلې په سیند لاهو کېږي''.

په دغو ټاکنو کې د څلورو کلونو لپاره د پارلمان ۲۹۰ وکیلان ټاکل کېږي.

دغو ټاکنو ته ۱۲ زره کسان نوماند شوي وو، خو د اساسي قانون د ساتلو شورا، چې د مذهبي مشر نژدې بانفوذه بنسټ دی، نژدې نیمايي نوماندان له لیستونو وایستل او یوازې شپږ زره نوماندان پاتې شول.

خو د 'پوهانو' (خبرګان) شورا د غړیتوب لپاره بیا ۸۸ مذهبي کسان (آخوندان) ټاکل کېږي.

د 'پوهانو' شورا په ایران کې یو لوړپوړی دیني بنسټ ګڼل کېږي، چې د همدې شورا له خوا د هېواد ستر مذهبي مشر ټاکل کېږي.

د انځور حقوق Mehr News
Image caption د رای اچوونکو شمېر ۵۵ میلیون کسان ښودل شوی دی.

ددغې شورا موده اته کاله ده، همدا ده چې په دې کلونو کې یې د ایران پر سیاست قوي اغېز وي.

۷۶ کلن خامنه ای اوس له روغتیايي اړخه کمزوری دی، نو د ځینو د اټکل له مخې د نوي مذهبي مشر لپاره نوې شورا ټاکل کېږي.

د بي بي سي د فارسي برخې خبریال علي همداني وايي، اقتصاد لاهم په ټاکنو کې مهمه قضیه ګڼل کېږي.

Image caption ۷۶ کلن خامنه ای اوس له روغتیايي اړخه کمزوری دی، نو د ځینو د اټکل له مخې د نوي مذهبي مشر لپاره نوې شورا ټاکل کېږي.

همداني وايي، کله چې له ایران نه نړیوال بندیزونه پورته شول او د بهرنیو پانګوالو جلبېدل پیل شول، داسې هیلې راوټوکېدې چې هلته به د عامو خلکو په ورځني ژوند کې بدلون او ښه والی راشي.

اصلاحیان او منځلاري وايي، غواړي هېواد ته لا ډېرې پانګونې راجلب کړي چې په دې سره ځوانانو ته د کار او روزګار موقع ډېرېدای شي.

د انځور حقوق AP

د څه باندې نیمايي ایرانیانو عمرونه له ۳۵ کلونو ټيټ دي، خو د ځوانانو په منځ کې بې کاري په سلو کې ۲۵ ته رسېدلې ده.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب