یوه هندي سړي د خپلې کورنۍ '۱۴ غړي وژلي'

د انځور حقوق Ashwin Aghor
Image caption د ممبۍ په تهاني کې د قاتل کور ته څېرمه ګاونډیان د قاتل د یوې خور په کړیکو خبر شوي، چې له بریده ژوندۍ وتلې ده.

هندي پولیس وايي، یوه سړي د خپل مور او پلار او د اوو ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ۱۴ غړي وژلي دي.

۳۵ کلن قاتل حسنین واریکر نومېږي چې په پای کې یې خپل ځان هم وژلی دی.

د ممبۍ په تهاني کې د قاتل کور ته څېرمه ګاونډیان د قاتل د یوې خور په کړیکو خبر شوي، چې له بریده ژوندۍ وتلې ده.

پولیس وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې حسنین واریکار ولې دا برید کړی.

د هند پر تلوېزیونونو خپرو شویو انځورونو کې مړي لیدل کېږي.

پښېه داسې مهال شوې چې د کورنۍ غړي له ممبۍ ښار نه نژدې ۳۲ کیلومتره لیرې د شنبې پر ماښام د ډوډۍ خوړلو لپاره راغونډ شوي وو.

د سیمې پولس وايي، قاتل لومړی ''د کور ټول ورونه بند کړي او بیا یې د کورنۍ غړي د هغوی د خوب پرمهال وژلي دي''.

د انځور حقوق Ashwin Aghor
د انځور حقوق Ashwin Aghor

د پولیسو کمیشنر اشتوش دمبري ویلي، قاتل له دغو کسانو په چړې سرونه غوڅ کړي او چړه د قاتل له مړي سره نژدې موندل شوې ده.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، د کورنۍ غړو ته نشه يي توکي ورکړل شوي، خو تر اوسه پولیسو دا خبر نه دی تایید کړی.

د قرباني شویو مړي د یکشنبې په ګهیځ د قاتل په کور کې وموندل شول.

ویل کېږي چې قاتل (واریکر) په ممبۍ کې د یوه محاسب په توګه کار کړی.

پولیس وايي په وژل شویو کې څلور ښځې او یو سړی هم دي.

د څلور خویندې وې، چې یوه یې د ممبۍ کوپر کهیرني سیمه او درې نورې په بهیونډي سیمه کې اوسېدې، چې ټولې له خپلو بچیانو سره د ده کور ته راغلې وې.

د سیمې د پولیسو کمیشنر وايي، وړاندې د کورنۍ د ننه کومه شخړه نه ده رامنځ ته شوې.

حسنین د ممبۍ د مالیو راټولو یوه شخصي شرکت کې د سلاکار په توګه کار کاوه.

پولیس وايي د حسنین په برید کې د هغه یوه خورځه هم ژغورل شوې، چې دا مهال په روغتون کې ده.

ورته مطالب