د ګواتیمالا چارواکي د جنسي تېري په جرم بندیان شول

Image caption قرباني شوې ښځې هم د محاکمې په ناسته کې موجودې وې، خو خپل مخونه یې پټ کړي وو

په ګواتیمالا کې محکمې د پوځ دوه مخکیني چارواکي د بشري حقونو د سرغړونې په تور په ۳۶۰ کلونو بند محکوم کړي دي.

فرانسیسکو ریز ګیرون د یوې پوځي اډې قومندان و او هیریبرټو والدېز اسیج هم یو پوځي مامور و.

پر دوی تور دی چې د سیمې پر ځینو ښځو یې جنسي تېري کړي او بیا یې هغوی وژلې دي.

دا لومړی ځل دی چې په بریالیتوب سره د ګواتیمالا د لانجمن پوځ د جنسي تېري په تړاو قضیه کې پر تورنو حکم کېږي.

کله چې په محکمه کې قاضي دوی ته حکم واوراوه، خلکو پر تورنو چیغې وهلې او د دوی ضد شعارونه یې ورکول.

د محکمې بهیر ته د سولې د نوبل جایزې ګټونکی ریګوبیرټا مینچو هم ورغلی و، چې وايي: ''دا یوه تاریخي پېښه ده، او د ښځوا و د قربانی شویو کسانو لپاره دا یو مهم ګام دی''.

Image caption د پوځي اډې پخواني قومندان او تورن فرانسیسکو رېز ګیرون (ښي لاس ته) ۱۲۰ کلونه بند اعلان شو

تورن متقاعد افسر فرانسیسکو ریز ګیرون تورن دی چې له ۱۵ ښځو نه یې جنسي ګټه اخیسته او هغوی یې وینځې ګرځولې وې، او له دې ډلې یې یوه ښځه او د هغې دوې لوڼې وژلې هم دي.

بل تورن هیریبرټو والدېز اسیج د نیمه پوځي ډلې مشر و. پر ده تور دی چې ده هم ورته عمل کړی، او د پوځ د اوو کسانو د تري تم کېدو پېښه کې یې هم لاس درلود.

محکمې ویلي، دغو کسانو د ۱۹۸۰ لسیزې پرمهال دا جرمونه کړي دي.

د څارنوالۍ د اسنادو له مخې، پوځ په ۱۹۸۲ کال څو ځلې د زیپر زاردو پر کلي بریدونه کړي، د سیمې مشهور ځمکه لرونکي مایارن کویچي یې وژلي یا نیولي دي چې د ځمکې لرونکو نورو کسانو غوسه یې راپارولې ده.

Image caption هیریبرټو والدېز اسیج د پوځ یو افسر و، چې محکمې ۲۴۰ کاله بند ورته وټاکه

پر تورنو دا تور هم دی چې د کیڼ اړخې ګوریلا له ډلې سره یې لاس درلود.

یوه ژغورل شوي آګسټین چېن چې له مرګه ژغورل شوی ویلي چې پوځیانو یوې کوچنۍ خونې ته بېولی و او هره ورځ به وهل ډبول کېده:

''دوی اوه کسان ووژل، او پر هغه کنده یې دوه ګرنېټونه وروغورځول چې دغه کسان پکې ساتل کېدل''.

Image caption د ګڼو قرباني شویو ښځو عمرونه د اویا او اتیا په شاوخوا کې دي، چې وايي لاهم ذهناً له کړاو سره مخامخ دي

ورته مطالب