اصلاح غوښتونکو د تهران ټولې څوکۍ ګټلې دي

د انځور حقوق Reuters

په ایران کې د اسلامي شورا (پارلمان) او د 'پوهانو' شورا (خبرګان) د غړو ټاکلو لپاره د اچول شویو رایو شمېر نژدي بشپړ شوی.

د تېرې جمعې په ورځ د شويو ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې ښکاري چې اصلاح غوښتونکو د تهران ټولې ۳۰ پارلماني څوکۍ ګټلې دي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني اصلاح غوښتونکو متحدينو تر محافظه کارو کانديدانو زياتې رايې ګټلې دي.

دا د نړيوالو ځواکونو او ايران تر منځ د اتومي پرېکړې وروسته لومړۍ ټاکنې دي.

د لومړنيو پايلو له مخې توندلاري نه دي توانېدلي چې د پارلمان او خبرګان شوار ډېری څوکۍ وګټي. دغه شورا د ايران د لوی مذهبي مشر د ټاکلو صلاحيت لري.

اصلاح غوښتونکي او منځلاري د لوېديځو هېوادنو سره د خبرو، سياسي او اقتصادي اړيکو لرلو غوښتونکي دي.

د فرانسې خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویلي، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۵۸ سلنه وه او نژدي ۵۵ ميليونه کسانو په کې ګډون کړی و.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پر ایرانیانو غږ کړی و چې په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي چې په وینا یې په دې کار سره د ''دښمنانو هیلې په سیند لاهو کېږي''.

دغو ټاکنو ته ۱۲ زره کسان نوماند شوي وو، خو د اساسي قانون د ساتلو شورا، چې د مذهبي مشر نژدې بانفوذه بنسټ دی، نژدې نیمايي نوماندان له لیستونو ايستلي او یوازې شپږ زره نوماندان پاتې شوي وو.

ورته مطالب