'سپاټ لایټ' د اوسکار غوره فلم جایزه وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption د غوره ممثلې جایزه ۲۷ کلنې بري لارسون ته په "غرفه" فلم کې ډ لوبېدو له کبله ورکړل شوه.

د اوسکار د غوره فلمونو د جایزو وېشلو اته اتیایم جشن کې 'سپاټ لایټ' د غوره فلم جایزه وګټله. دا فلم په بوسټن کې د ۷۰ راهبانو له خوا له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستو او ځورونې په تړاو جوړ شوی. د غوره لوبغاړي جایزه لیوناردو دي کاپریو ته ورکړل شوه.

د جایزو وېشلو مراسمو کې ځینو نورو فلمونو هم جایزې وګټلې.

لیوناردو دي کاپریو له شپږ ځلې نوماندېدو وروسته، په پای کې جایزه وګټله.

د 'سپاټ لایټ' فلم داستان د یوه سړي پر خبریالي کارونو څرځي، چې په ۲۰۰۲ کال یې کاتولیکو کلیساوو بنسټ ولړزاوه.

د بوسټن ګلوب څلور خبریالانو – چې د 'سپاټ لایټ' تحقیقي ډله نومول شوې وه – د بوسټن په سیمه کې د کلیسا د ۷۰ راهبانو له خوا له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستو او ځورونې په داستان چمتو او چاپ کړی و.

۴۱ کلن 'دي کاپریو' د خپل هنري ژوند په ۲۵ کلونو کې لومړی ځل د اوسکار جایزه وګټله.

د انځور حقوق Getty
Image caption ۴۱ کلن 'دي کاپریو' د خپل هنري ژوند په ۲۵ کلونو کې لومړی ځل د اوسکار جایزه وګټله.

د 'سپاټ لایټ' فلم د سناریو لیکلو له برکته جوش سینګر او ټام مکارتي ته هم جایزې ورکړل شوې .

د مکسیکو فلم جوړوونکي الیخاندرو ګونتالیت انیاریتو ته بیا د 'ستنېدونکی' فلم له کبله جایزه ورکړل شوه.

د غوره ممثلې جایزه ۲۷ کلنې بري لارسون ته په "غرفه" فلم کې د لوبېدو له کبله ورکړل شوه.

لارسون په فلم کې د هغې نجلۍ (جوي نیوسام) په رول کې لوبېدلې، چې په اولس کلنۍ کې تښتول شوې، او تښتوونکي په یوه بنده څپره کې ساتل شوې، چې ټیک اوه کاله هېڅ رڼا نه ورتله، خو په چت کې یې یوه کوچنۍ دریڅه وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سویډن ۲۷ کلنې ممثلې الیسیا ویکاندر د غوره مرستیالې ممثلې جایزه ګټلې ده.

نوموړې د بند پرمهال یو بچی زیږوي، او هغې ته د بند په کلونو کې قوت ورکوي او بالاخره په پای کې د تېښتې فرصت ورته پیدا کېږي.

د سویډن ۲۷ کلنې ممثلې الیسیا ویکاندر د غوره مرستیالې ممثلې جایزه ګټلې ده.

نوموړې په "ډنمارکي نجلۍ" فلم کې لوبېدلې ده.

ورته مطالب