امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه لګوي

د انځور حقوق Getty

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي پر شمالي کوریا نوي بندیزونه پلې کړي. امنیت شورا د سه شنبې په ورځ (مارچ اوله) پر شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو د لا کلکولو د پرېکړه لیک مسوده وارزوله.

ددې پرېکړه لیک مسوده متحده ایالتونو په تېر جنوري او فبروي میاشتو کې د شمالي کوریا تر هستوي او راکټي ازمایښتونو وروسته امنیت شورا ته وړاندې کړه او تمه کېږي چې ددې شورا د غړو لخوا تصویب شي.

دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، وړاندې متحده ایالتونه له روسیې او په ځانګړې توګه چین سره چې له شمالي کوریا سره نږدې اړیکې لري، ددې پرېکړه لیک د تصویب پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.

شمالي کوریا د روان کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د څلورم ځل لپاره یې د اټومي بمب ازموینه کړې ده او لویدیځو سرچینو هم د یوه اټومي چاودېدونکې وسیلې ازمویښت تایید کړ. همداراز شمالي کوریا د فبروۍ په ۷ مه وویل چې راکټي ازموینه یې کړه ده.

ددې پرېکړه لیک په تصویب سره د ملګرو ملتونو غړي اړ کېږي چې شمالي کوریا ته په کښتیو او الوتکو کې لېږدېدونکي توکي وارزوي، ترڅو ډاډمن شي چې پوځي توکي پکې نشته.

د انځور حقوق Reuters

پر شمالي کوریا د اټومي او راکټي پروګرامونو له امله وړاندې هم نړیوال سیاسي او سوداګریز بندیزونه شته او نوي بندیزونه به پر دغه هېواد فشار لا زیات کړي.

دغه پرېکړه لیک کې شمالي کوریا ته د ډبرو سکرو او د اوسپنې تېږو صادرات او له دغه هېواده ددغو توکو پېرل منع کوي خو یواځې د خلکو د "اړتیا په اندازه" اجازه ورکوي.

ددې پرېکړه لیک په تصویبېدو سره پر شمالي کوریا د سرو زرو، تیتانیم او کمیاب معدني مواد، د الوتکو او راکټونو سون توکي بندېږي. له دې جلا به د شمالي کوریا د بانکي اړیکو په اړه محدودیتونه هم پلې شي او دې هېواد ته به د منع شویو توکو پر وړونکو الوتکو هم بندیز ولګول شي.

پردې سربېره، د شمالي کوریا ۱۷ وګړي او د فضایي سازمان، استخباراتو او دولتي پلټنو دفتر په ګډون ۱۲ موسسې په نړیوالو بندیزونو کې شامل شي.

د انځور حقوق AFP

امریکا، بریتانیا او فرانسه ددې پرېکړه لیک د چټکې ارزونې او تصویب غوښتنه کوله، خو وروسته وویل چې د منځپانګې د ارزولو لپاره یې وخت ته اړتیا لري.

ورته مطالب