د اسامه بن لادن لاسلیکلې وصیت نامه خپره شوه

د انځور حقوق Reuters

د امریکا د اطلاعاتو ملي ادارې د اسامه بن لادن په لاس لیکل شوې وصیت نامه او د هغه اړوند ۱۱۲ نور اسناد خپاره کړي دي.

دا اسناد د پاکستان په اېبټ اباد کې په ۲۰۱۱ کال کې د بن لادن پر پټنځای د امریکایي کومانډو ځواکونو په برید کې چې نوموړی پکې ووژل شول، د امریکایي ځواکونو لاسته ورغلي.

دا سندونه له خپرېدو وړاندې د امریکا د ۷ امنیتي او اطلاعاتي بنسټونو، سپینې ماڼۍ او د امریکا استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) له نظره تېر شوې دي.

بن لادن په خپل وصیت کې غوښتي وو چې دده د ۲۹ میلیون ډالري شتمنۍ ډېره برخه د "خدای په لاره کې پر جهاد" ولګول شي او پاتې یې د خپلوانو منځ کې ووېشل شي.

سره له دې چې بن لادن اشاره کړې چې دا پیسې په سوډان کې دي، خو دا څرګنده نه ده چې چېرته ساتل کېږي. او دا هم ګونګه پاتې چې دا نغدې پیسې دي که د ملکیت په ډول دي.

بن لادن د سوډان حکومت په بلنه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پنځو کلونو لپاره په پرلپسې توګه هلته اوسېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان په اېبټ آباد کې د اسامه بن لادن پټنځای

هغه له خپلو خپلوانو چې ښایي د میراث غوښتونکي شي غوښتي ترڅو د هغه پر وصیت عمل وکړي او کومه اندازه پیسې چې یې سوډان کې پاتې دي، پر جهاد ولګوي.

د خپل پلار په نوم په یوه بل لیک کې اسامه د خپل مرګ په صورت کې خپلو ماشومانو او ښځې ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

له دغو اسنادو ښکاري چې اسامه بن لادن پر دې پوهېده چې یوه ورځ ښایي ووژل شي.

اسامه په یوه بل لیک کې ویلي چې "زما د مړینې په صورت کې ماته ډېرې دعاوې وکړئ او زما په نوم خیرات وکړئ، ځکه چې ماته به د هغې ډېره اړتیا وي، ترڅو ښه مقام ته ورسېږم."

له وصیت نامې پرته نورو اسنادو کې بېلابېل موضوعات شامل دي، لکه عراق کې د القاعدې له څانګې سره د القاعدې اختلاف چې په پایله کې یې د اسلامي ډولت (داعش) نومې ډله رامنځته شوه او همداراز د القاعدې په تړاو د عمومي افکارو په اړه اندېښنه.

په نورو اسنادو کې اسامه په افغانستان کې د امریکا د جګړې او د ترهګرۍ خلاف د لویدیځوالو د جګړې په اړه خپله شننه کړې ده.

هغه ویلي، امریکا او لویدیځ داسې فکر کاوه چې دا جګړه به دومره درنه نه وي او دوی به خپلې موخې په څو ورځو یا اونیو کې ترلاسه کړی شي.

اسامه ویلي چې "موږ ته صبر پکار دی او موږ په زغم سره جګړه ګټلی شو."

د اسامه تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري ایمن الظواهري کوي.

د اسامه اړوند په یوه بل سند کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی، نوموړي له امریکا غوښتي چې د اقلیم بدلون له "ناورین" سره مبارزه وکړي ترڅو "انسانیت وژغوري."

اسامه خپلې مېرمنې ته چې ایران کې اوسېده، په یوه لیک کې ویره ښوولې وه چې ښایي د غاښونو ډاکټر ته د هغه د مېرمنې ورتګ ایران ته چانس ورکړی وي چې د هغې په غاښ کې د څرک موندلو اله ولګوي.

Image caption د اسامه تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري ایمن الظواهري کوي.

ورته مطالب