د لبنان حزب الله ډلې لنډ تاریخ

حسن نصر الله
Image caption حسن نصر الله په لبنان کې د حزب الله ډلې عمومي منشي او بانفوذه مذهبي مشر دی

د شپږو خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا د لبنان حزب الله ترهګره ډله بللې. دغه شورا کې سعودي عربستان، کویت، قطر، بحرین، عمان او متحده عربي امارات شامل دي.

بي بي سي په لاندې کرښو کې د لبنان حزب الله د ډلې په اړه لنډ معلومات وړاندې کوي.

حزب الله یو سیاسي، پوځي او ټولنیز سازمان دی، چې د لبنان پارلمان او د حکومت په کابینه کې پراخ او قوي نفوذ لري.

که څه هم په لبنان کې نورې شیعه ډلې هم شته، خو د ۲۰۰۰ کال په مې کې د لبنان له جنوب نه د اسرائیلي ځواکونو تر وتلو وروسته په تېرې نژدې یوه نیمې لسیزې کې حزب الله په سیمه کې یوه قوي ډله وګرځېده.

دغې ډلې هغه مهال ځان سوچه عربي باله، چې پر اسرائیلو یې په جګړه کې بریا ومونده.

د ۲۰۰۶ کال د جولای پر ۱۲مه، حزب الله له اسرائیلو سره په جګړه کې له یوې لویې آزموینې سره مخامخ شو.

جګړه پر پوله د دوو اسرائیلي پوځيانو د تښتولو او د یوه بل د وژلو له پېښو وروسته پیل شوه.

Image caption په ۲۰۰۶ کال له اسرائیلو سره د حزب الله په جګړه کې بیروت کې ددغې ډلې اصلي مرکز په نښه شو

ددغې ۳۴ ورځو جګړې په اوږدو کې، اسرائیلو ونه شوای کړای چې د حزب الله شوکت مات کړي، همدا وو چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یې د اګست پر ۱۴مه اوربند ته غاړه کېښوده. د سپتمبر پر اتمه، اسرائیلو پر لبنان د سمندر له لارې بندیزونه لیرې کړل.

حزب الله په ۱۹۸۲ کال د ایران په مالي ملاتړ د یوې وسله والې ډلې په توګه راڅرګند شو، چې ظاهراً یې د اسرائیلو پروړاندې په پوځي ډګر کې مهم رول ولوباوه، په پای کې ددغې ډلې پښې پلازمېنې بیروت ته هم ورسېدې.

خو د دغه ګوند فکري جوړښت پر محمد حسین فضل الله پورې تړاو لري، چې د لبنان په جنوب کې یې دیني فعالیتونه کول.

په ۱۹۷۹ کال په ایران کې د اسلامي انقلاب بریا هم په دغه ګوند ډېر اغېز وکړ.

د ګوند جوړښت او عقیده

ددغه ګوند ډېری غړي شیعه ګان دي چې د عقیدې له پلوه د 'ولایت فقیه' پر مذهب پورې نښتي. حزب الله له سیاسي او عقیدوي اړخونو له ایران سره قوي تړاو لري.

خو دغه ګوند ظاهراً د لبنان د یووالي شعارونه ورکوي، مشر یې حسن نصر الله تر ډېره په ځینو مسلو کې ویلي، چې حزب الله د شیعه ګانو او سُنیانو د ګټو ددفاع لپاره مبارزه کوي.

Image caption حزب الله تر ډېره له پوځي او مالي اړخه پر ایران تکیه کوي

دغه ګوند د فلسطین پر قضیې ډېر تمرکز کوي او اسرائیل یو ''ناقانونه جوړښت'' ګڼي او ټولې فلسطیني ځمکې نیول شوې ګڼي.

حزب الله د لبنان په ګوندونو او بنسټونو کې تر ټولو ډېر د سوريې نظام تاییدوي. دغه ګوند له سوریې سره په جګړه کې همکاري کوي او له سوري پوځ سره د مخالفو وسله والو په ځپلو کې مخامخ جګړه کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو حزب الله یوه ترهګره ډله بللې، چې وايي د ۱۹۸۳ کال په اکتوبر کې یې بیروت کې د امریکا او فرانسې پر سفارتونو چاودنې کړې دي، چې لږترلږه د امریکا د سمندري پلي ځواکونو ۲۴۱ غړي پکې ووژل شول، همدا وو چې امریکا له لبنان نه خپل ځواکونه وایستل.

بېلابېل فعالیتونه

د حزب الله د جوړښت د ننه ګڼې خیریه مؤسسې دي، چې د روغتیا، څاه کیندلو، کرنې، حیواني ناروغیو او انجینرۍ په برخو کې فعالیتونه کوي.

دغه ګوند یو مالي پلاوی هم لري، چې بې وزلو، کونډو او یتیمانو ته پورونه ورکوي.

حزب الله د هغو کونډو او یتیمانو د کورنیو پالنه هم کوي، چې نارینه یې د ګوند په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او یا بندیان شوي دي.

د حزب الله پوځي څانګه له وسلې اېښودو انکار کوي، همدا ده چې په لبنان کې یې ګڼې سیاسي او توکمیزې ډلې شخړو ته هڅولې دي. دغه ګوند وايي د وسلې خوله یې یوازې د اسرائیلو پر لوري ده.

د حزب الله جنګیالي ځینې وخت د لبنان له خاورې پر اسرائیلو بریدونه کوي، وړاندې د لبنان ''شبعا'' کروندو په نامه سیمه کې ډېر شخړې شوې دي، چې دغه ګوند یې د لبنان آزاده خاوره ګڼي.

خو اسرائیل د ملګرو ملتونو په ملاتړ، دا سیمه د سوریې په حدودو کې ګڼي، ځکه نو له ۱۹۶۷ کال راهیسې د جولان نیول شوې خاوره ګڼل شوې ده.

د انځور حقوق
Image caption د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا عمومي منشي، پر ایران پلوې شیعه حزب الله سازمان تور پورې کړی، چې له خلیجي هېوادونو ځوانان جذبوي او په وسله والو جګړو کې ورنه کار اخلي

ورته مطالب