سنګاپور کې د سرو زرو خښتې خرڅوونکی

د انځور حقوق
Image caption د سنګاپور ارچارډ کوڅه کې چې د آسیا یو له ترټولو پېژندل شوو سوداګریزو کوڅو بلل کېږي، ډېګوسو کېدی شي یو عادي دوکان مالوم شي، خو دننه کیسه بدله ده.

سنګاپور کې یو دوکان د سرو زرو خښتې خرڅوي او د څښتنانو په وینا یې، کاروبار یې مخ په غوړېدو دی.

دغه دوکان چې څو میاشتې وړاندې پرانیستل شوی وايي په هرو څلورو اونیو کې یې خرڅلاو دوه برابره ډېرېږي.

په اوسنۍ کم ثباته اقتصادي نړۍ کې خلک غواړي خپلې پیسې په داسې څه ورکړي چې راتلونکې تضمین کړي.

د سنګاپور ارچارډ کوڅه کې چې د آسیا یو له ترټولو پېژندل شوو سوداګریزو کوڅو بلل کېږي، ډېګوسو کېدی شي یو عادي دوکان مالوم شي، خو دننه کیسه بدله ده.

ټول سره زر دي، د سرو زرو ساعتونه، سکې او نورې پخوانۍ-ډوله ډالۍ. خو تاسې په رښتیا غواړئ پانګونه وکړئ او پیسې یې هم لرئ، نو کېدی شي د سرو زرو په خښتو مو پیسې بندې کړئ. دغه خښتې یو کیلوګرام وزن لري او نژدې ۴۰ زره امریکايي ډالره ارزښت لري.

د دغه دوکان څښتنان وايي له څو میاشتو چې یې دا کاروبار پیل کړی، په هرو څلورو اونیو کې یې کار دوه برابره ښه کېږي.

د ډیګوسا مغازې نړیوال مشر افسر رافایل شېرر RAPHAEL SCHERER وايي خلک تر بانکونو ډېر پر فزیکي پانګونې باور لري:

''موږ وینو چې بانکې سیستم په ټولې نړۍ کې ډېر بې ثباته دی، خلک له دې وېره لري چې بانکي سیستم به په راتلونکې کې د دوی د تجارت ساتنه ونه کړی شي. نو دوی دلته راځي او پوښتنه کوي چې په فزیکي بڼه څه شوني دي. موږ په فزیکي ډول سره زر خرڅوو او دا تر ټولو زړه وړونکې لار ده''.

د سږ کال له پیله سره زر ۱۶ سلنه لوړ شوي او دا له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا تر ټولو ښه پیل دی. خو له دې هاخوا به څه پېښېږي؟

د OCBC بانک کارکوونکی بارناباس ګن وايي نړیوالو اقتصادي بدلونونو ته په کتو، سره زر پانګوالو ته ډاډ ورکوي.

نو کله چې پر سرو زرو پانګونه کوئ، د پانګونې له نورو ډولونو سره یې توپیر دا دی چې، سره زر په فزیکي ډول په لاس کې نیولی شئ، او دا په سختو شرایطو کې، د زړه کرار درکولی شي.

ورته مطالب