له دبۍ تر اکلنډ پورې تر ټولو د اوږده الوت ریکارډ

د انځور حقوق EMIRATES

د دبۍ هوايي شرکت اماراتس ایرلاین یوې اي ۳۸۰ ډوله ملکې الوتکې له هېڅ ډول دمې پرته تر ټولو د اوږده الوت یو نوی ریکارډ جوړ کړی.

دغه جیټ اي ۳۸۰ ډوله الوتکه د چهارشنبې په ورځ له دبۍ والوته او د لارې اوږدو کې له هېڅ ډول دمې کولو پرته د نوي زیلاند اکلینډ ښار ته چې تر منځ یې ۱۴۲۰۰ کیلو متره واټن دی ورسیده.

د نوي زیلاند رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې یاده الوتکه له ځایي وخت سره سم ماخوستن ۱۰ بجې بېرته دبۍ ته ستنه شوه.

داسې فکر کېده، چې دغه الوت به د واټن تر څنګ د اوږده مهال له پلوه هم بې ساري وي، خو یاده الوتکه له ټاکلي مهاله ژر پر ځمکه کېناسته.

د نوي زیلاند ورځپاڼې هیرالډ لیکلي په پام کې وه، چې له دبۍ تر اکلینډه به دغه الوت ۱۷ ساعته او ۱۵ دقیقې وخت ونیسي، خو وايي دغه سفر ۱۶ ساعتونو او ۲۴ دقیقو کې بشپړ شو.

د انځور حقوق

رپوټونو کې ویل شوي، چې پر دغې نوې لارې د سفر وخت درې ساعته لږ شو. د نوې لارې پرانیستو پر مهال اي ۳۸۰ ډوله الوتکه وکارول شوه، خو شرکت وايي د معمول الوتنو لپاره به پر دغه لاره بوینګ ۷۷۷ ډوله الوتکې کاروي.

د کنټاس، ډالاس او سډني تر منځ الوتنه، چې واټن یې ۱۳۸۰۰ کیلومترو ته رسیږي، دا مهال تر ټولو د اوږده واټن هوايي سفر بلل کېږي، چې معمولاً په ۱۶ ساعتونو ۵۵ دقیقو کې تر سره کېږي.

خو اماراتس شرکت هوډ څرګند کړی، چې دغه ریکارډ به هم ماتوي.

یاد شرکت له دبۍ نه پناما ښار ته یو الوت پیلوي، چې وايي ۱۷ ساعته او ۳۵ دقیقې وخت به ونیسي.

د سنګارپور هوايي شرکت له سنګاپوره تر نیو جرسي الوتنې کولې، چې ۱۹ ساعته وخت یې نیو او دا تر ټولو د اوږده مهال هوايي سفر بلل کېده.

دغه الوتنې اوس نه کېږي، خو شرکت اعلان کړی، چې ۲۰۱۸ کال پورې به دغه الوتنې بېرته پیل کړي.