د خلیج همکارۍ شورا د لبنان حزب الله ترهګره ډله بللې

د انځور حقوق
Image caption د یادې شورا عمومي منشي، پر دغه ایران پلوه شیعه سازمان تور پورې کړی، چې له خلیجي هېوادونو ځوانان جذبوي او په وسله والو جګړو کې ورنه کار اخلي

د شپږو خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا د لبنان حزب الله ترهګره ډله بللې.

دغه شورا کې سعودي عربستان، کویت، قطر، بحرین، عمان او متحده عربي امارات شامل دي.

د یادې شورا عمومي منشي، پر دغه ایران پلوه شیعه سازمان تور پورې کړی، چې له خلیجي هېوادونو ځوانان جذبوي او په وسله والو جګړو کې ورنه کار اخلي.

حزب الله سره له دې، چې د لبنان یوه مهمه وسله واله ډله ده، د خپل هېواد په سیاست کې هم مهم رول لوبوي.

دوی دغه راز په سوریه کې د بشارالاسد حکومت مخالفانو سره هم د حکومت پلوه ځواکونو تر څنګ جګړه کې ښکېل دي.

د سعودي عربستان او متحدینو له لوري یې د حزب الله خلاف دغه نوی اقدام د هغو هڅو یوه برخه ده، چې په سیمه کې او په ځانګړې توګه په لبنان کې یې د نفوذ لږولو لپاره کوي.

دوې اونۍ مخکې سعودي عربستان لبنان ته درې میلیارده ډالره پوځي مرسته ورکول بند کړل، چې لامل یې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د لبنان له لوري پټه خوله کېدل بلل کېږي.

تهران کې مظاهره کونکو د سعودي عربستان له لوري د یوه شیعه مذهبي عالم له اعدام کېدو وروسته د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ.

له هغه وروسته د سعودي عربستان په شمول دوو نورو خلیجي هېوادونو بحرین او متحده عربي اماراتو خپلو خلکو ته امر وکړ، چې ایران ته سفر و نه کړي.

Image caption د حزب الله مشر حسن نصرالله سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی و، چې دغه هېواد ته د مرستو ورکړې بندولو سره یې لبنان یوه بل کړکیچ ته ټیل وهلی

د خلیجي هېوادونو له لوري له ترهګره ډله بلل کېدو وروسته دوی د اروپايي اتحادیې او امریکا څنګ ته تللي، خو اروپايي اتحادیې د حزب الله پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې.

د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي عبدالطیف الزیاني پر حزب الله تور پورې کړی، چې دغه ډله ګواکې د کویت، قطر او عمان په شمول د خلیجي هېوادونو خلاف فعالیتونو کې برخه لري.

نوموړی زیاتوي، چې په دغو کړنو کې د ځوانانو جذبول، د وسلو قاچاق، بغاوت ته لمسول او ګډوډۍ ته لمن وهل شامل دي.

د خلیجي هېوادونو له دغې پرېکړې یوه ورځ مخکې د حزب الله مشر حسن نصرالله سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی و، چې دغه هېواد ته د مرستو ورکړې بندولو سره یې لبنان یوه بل کړکیچ ته ټیل وهلی او د دغه هېواد ګرځندوی صنعت ته یې زیان اړولی.

حسن نصرالله په سوریې، عراق او لبنان کې د بمي چاودنو تور مخامخ پر سعودي عربستان پورې کړ.

نوموړي دغه راز په یمن کې د ده په وینا د حوثي قبیلې ټولوژنې له کبله پر سعودي عربستان او د دغه هېواد په متحدینو کلکې نیوکې وکړې.

د خلیجي هېوادونو له لوري له دغه اعلانه وروسته په لبنان کې د سعودي عربستان پلوي سني سیاستوال سعد الحریري هم په خپلو څرګندونو کې سوریې او یمن کې د حزب الله کړنې غیرقانوني او ترهګرۍ ته ورته بللې.

خو نوموړي دې سره دا هم ویلي، چې له کورنیو جګړو نه د هېواد ساتنې لپاره به په هېواد کې دننه کې له حزب الله سره خبرې کوي.