د خوښۍ ځینې شېبې ښايي ' زړه ته زیان ورسوې '

سویټزرلنډ کې تر سره شوې یوه څېرنه ښيي، چې په سینه کې د عصبي فشار له کبله رامنځته شوی درد او یا د ساه لنډۍ علامات د خوښۍ شېبو، د غوسې حالت یا د ډار په توګه هم څرګندیدای شي.

هغه څېړنه کې، چې پر ټاکو ټسوبو کارډیو میو پیتهي سینډروم ( takotsubo cardiomyopathy ) ( دغه حالت کې د ناروغ د زړه ځینې عضلات په ناڅاپي ډول د موقت وخت لپاره کمزوري کېږي. د زړه چیمبرونو کیڼ لور ته موجود هغه له دننه اړخه یو ډول بڼه بدلوي ) شوې د ټولو ۱۷۵۰ ناروغانو له څلورو دریېمې برخې هغو د زړه کیڼ اړخ بڼې کې د بدلون لامل ذهني فشار و، چې د ناروغ د مړینې سبب هم کیدای شي.

د زیوریخ پوهنتون روغتون دغه څېړنې پایلې یوروپین هارټ ژورنال کې خپرې شوې، چې له مخې یې ناروغانو کې د خوښۍ له کبله د پورته یاد کیفیت کچه له ۲۰ نه یو و.

خو وايي دغه حالت د یوه څه ځنډ لپاره و او وروسته ناروغان ښه شول.

څېړنه کې د خوښي له کبله د زړه رنځ لاملونه د کلیزې مراسیم، د زوی واده، له یوه ملګري سره ۵۰ کاله وروسته لیدل، د لمسي یا لمسۍ زیږون، د خوښي وړ لوبډلې بریا، قیمار کې شرط ګټل او یا سټي سکین نومي طبي معاینه کې له ناروغۍ پاک معلومیدل شامل دي.

څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د ښځینه ناروغانو ډېری شمېر د ' مینو پاز ' له مودې تېرې شوې. څېړنه کې شامله ډاکټر جیلینا غادري وايي، موږ دې څېړنه کې ویلي، چې د ټاکو ټسوبو سیندروم لامل یو نه دی، بلکې کېدای شي ډېر وي.

اوس دا حتمي نه ده، چې د ټاکو ټسوبو سینډروم ناروغ یو خواشینی زړه وي، بلکې د دغې ناروغۍ علامات مثبت او د خوشي په شېبو کې هم څرګندیدای شي.

د نوموړې په وینا کیدای شي، د خوشي او خواشیني دواړو حالتونو کې یو ډول کیفیت څرګند شي، چې له کبله یې ناروغ دغسې حالت سره مخامخ کېدای شي.

د بریتانیا هارټ فاونډیشن طبي مشر پروفیسور پېټرویسبرګ په خبره د ټاکو ټسوبو سینډروم حالت په خلکو کې ډېر لږ څرګندیږي.

څېړنه ښيي، داسې ډېر لږ کېږي، چې د خوښۍ له کبله خلکو کې د زړه ناروغي علامات پیدا شي، خو وايي په دې اړه باید نوره څېړنه وشي، چې یو شمېر احساساتي کسان ولې د خوښي په حالت کې په موقت ډول د زړه په ناروغي اخته کېږي.