''د مالي گټو په لټه دې ناقانونه کډوال اروپا ته نه راځي"

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک هغو غیر قانوني کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د اقتصادي ستونزو له کبله اروپا ته مخه کوي، چې اروپا ته دې نه ورځي.

نوموړي دغه څرګندونې په اروپا کې د کډوالو کړکېچ هواري لپاره د هلو ځلو لړ کې کړې.

د نوموړي په خبره دغه غیر قانوني کډوال، چې د مالي ګټو لپاره په غیر قانوني توګه اروپا ته ځي، په وینا یې ' ژوند او پېسې ' په بې ګټې توګه له خطر سره مخامخوي.

د اروپايي شورا مشر دونالد توسک ترکيې او یونان ته په دې موخه سفر کوي، چې اروپا کې د کډوالو مخ پر خرابیدو ستونزې په اړه یوه خوله والی رامنځته کړي.

ښاغلي ټسک ویلي له ترکیې نه د یونان ټاپوګانو ته سفر کونکو کډوالو شمېر لږول د یوه بشري ناورین مخه نیولای شي.

له هغه وروسته، چې د شمال لور ته د پولو پر سر کنترول زیات سخت شوی، په یونان کې نژدې ۲۵۰۰۰ کډوال ایسار پاتې دي.

د کډوالۍ موضوع پر سر به هغو خبرو کې بحث وشي، چې د بریتانیا او فرانسې تر منځ د پنجشنبې په ورځ تر سره کېږي.

د انځور حقوق

د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامېرون او فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند تر منځ به د فرانسې امینز ښار کې لیدنه وشي. دغو خبرو کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دغه راز د سوریې او لیبیا پر کړکیچ هم خبرې وشي.

له دې څو ساعته مخکې د فرانسې اقتصاد وزیر ایمانویل ماکرون ویلي، که بریتانوي رایې ورکونکي د جون ټولپوښتنه کې د اروپايي اتحادیې پرېښولو پرېکړه وکړي هېواد یې کډوالو ته له پلټنې پرته بریتانیا ته د سفر کولو اجازه ورکولای شي.

د فرانسې په شمالي ساحل کالې کې کارکونکي د هغه پراخ پنډغالي یوې برخې په پاکولو کار کوي، چې د ځنګل په نوم مشهور دی.

له دغه ځایه ډېری کډوال هڅه کوي، چې په غیر قانوني توګه بریتانیا ته ننوځي. ښاغلي توسک روانه اونۍ د مرکزي او سویل ختیځې اروپا په پلازمېنو ته په دې موخه سفرونه وکړل، چې د کډوالو پر سره راپورته شوی تاوترخوالی کم کړي.

د نوموړي سفرونه ته د ترکیې او اروپايي اتحادیې تر منځ د مارچ په اوومه نېټه د یوې غونډې لپاره د زمېنې برابرولو په نظر هم کتل کېږي. نوموړي د سې شنبې په ورځ ویانا کې د خبرو پر مهال وویل:

موږ د یوې شېبې لپاره هم د همکاریو زیاتولو په لړ کې خپلې هلې ځلې نه شو درولای. د نوموړي په خبره اروپا چمتو ده، له هغو هېوادونو سره د پام وړ مالي مرستې وکړي، چې د عراق او سوریې په څېر جګړه ځپلو هېوادونو سره پولې لري.

له هغه وروسته چې مقدونیا له خپلو پولو د محدودو کډوالو تېرېدو ته اجازه ورکړه، په یونان کې د ایسارو کډوالو شمېر مخ پر ډېرېدو شو.

د چهار شنبې په ورځ یوازې ۲۰۰ عراقي او سوري کډوالو ته له پولو د تېرېدو اجازه ورکړله شو، په داسې حال کې، چې د یونان لور ته لا هم زرګونه کسان ایسار پاتې وو.

د یوه پلان له مخې چې لا هم د اروپايي شورا او پارلمان تصویب ته اړتیا لري، د اروپايي اتحادیې مرستندویه ادارې به لومړی ځل د ملګرو ملتونو او نورو ادارو سره مخامخ په اروپا کې دننه د هغو پېسو په وسیله کار وکړي، چې له اتحادیې بهر دغه ډول چارو ته ځانګړې شوې دي.

یونان له اروپايي کمېسیون نه د نژدې ۵۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې، چې پر مټ یې د نژدې ۱۰۰ زره پناه غوښتونکو چارې پر مخ بوځي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم په وینا د ۲۰۱۶ کال له پیله تر اوسه نژدې ۱۲۹ زره پنځه سوه کډوال اروپا ته د سمندر له لارې رسیدلي، چې وايي ۱۵۴۵ نور بیا د ځمکې له لاري هلته تللي دي. د دوی په وینا تر اوسه ۴۱۸ کسان یا اوبو کې ډوب شوي او یا هم بې درکه شوي دي.