جمهوریت غوښتونکو مشرانو پر دونالډ ټرمپ کلکې نیوکې کړې

د انځور حقوق Getty

امریکا کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند لوړ پوړو مشرانو د ډونالډ ټرمپ له لوري ولسمشرۍ ته د کاندېدو هڅو سره کلک مخالفت کړی.

د سې شنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ د یاد ګوند له لوري کاندید کېدو لړ کې ۱۱ ایالتونو نه اوو کې بریا تر لاسه کړه.

ډونالډ ټرمپ وايي دی د جمهوریت غوښتونکي ګوند متحد کونکی شخصیت دی، خو د ګوند ځینې لوړ پوړي مشران د ده له دې څرګندونو سره مخالفت کوي.

د دغه ګوند سناتور لینزې ګرېهام خبرداری ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ به د ولسمشرۍ ټاکنو کې، چې د روان کال نومبر کې تر سره کېږي، بریالی نه شي.

د د جمهوریت غوښتونکي ګوند یوه مشر مټ رومنې په اړه ویل کېږي، چې د پنجشنبې په ورځ به یوه وینا کې ډونالډ ټرمپ وننګوي.

د سوپر ټیوز ډې ټاکنو کې له بریا تر لاسه کولو سره ډونالډ ټرمپ د خپل ګوند له لوري د کاندید کېدو لپاره برلاسي تر لاسه کړې ده.

د ټرمپ له ګوند نه په همدې ورځ څلورو ایالتونو کې او مارکو روبیو یوازې مینوسوټا ایالت کې بریا ته ورسیدل.

د انځور حقوق Getty

د جمهوریت غوښتونکي ګوند ټرمپ، کروز، روبیو او جان به د پنجشنبې په ورځ پر فاکس نیوز د یاد ګوند بحث کې برخه واخلي.

د جمهوریت غوښتونکي ګوند ګڼ مشران، چې پال راین او لنډسې ګراهم هم پکې شامل دي دا وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ پر ناندریزو پالیسیو نیوکې کړې.

پال راین د سې شنبې په ورځ ټرمپ سره مخالفت کې وویل:

''ولس به هره هغه ډله رد کړې، چې تعصب کوي.''

ګرېهام بیا ویلي، که ټرمپ د ګوند له لوري د کاندید په توګه وټاکل شي، جمهوریت غوښتونکي ګوند به د هیلري کلنټن پر وړاندې ټاکنې وبایلې.

د امریکا کانګریس یوه بانفوذه غړي پیټرکنګ د ټوکې په توګه ویلي، چې که ټرمپ وتوانیږي د ګوند له لوري کاندید شي، دی به سیاست پریږدي.

د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، چې د ګوند ځینې مالي مرستندویان وار له مخه د ټرمپ مخالف کمپاین لپاره بسپنه کوي.