تېر کال اروپا کې د پناه غوښتونکو شمېر دوه برابره شوی

د انځور حقوق Reuters

د نويو شمېرو له مخې ۲۰۱۵ کال په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو شمېر له يو ميليون او ۲۰۰ زرو زيات شوی چې د تېر کال په پرتله دغه شمېر دوه برابره ډېر شوی دی.

د اروپايي ټولنې د شمېرو له مخې سوريان، عراقيان او افغانان د دغو کډوالو لويه برخه جوړوي.

ويل کېږي هره ورځ په زرګونو کډوال له ترکيې څخه يونان ته اوړوي. اوس مهال له ۱۰ زرو ډېر کډوال د مسډونيا پر پوله بند پاتې دي.

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا هولاند، پاريس کې د يوې نوې غونډې په ترڅ کې د جرمني له لومړۍ وزيرې، انګلا مېرکل، سره ويلي، چې کډوال بايد په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شي. نوموړي د ترکيې سره د نورې مرستې ژمنه هم وکړه.

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ له ترکیې سره له ۳ ميليارده ډالرو زياتې مرستې اعلان وکړ چې ترکيه کې دې په خپله خاوره له کډوالو سره مرسته وکړي.

د ترکيې حکومت وايي چې دوی د سوريې پر کډوالو له ۹ ميليارده ډالرو زيات لګښت کړی دی. او د نورې مرستې غوښتنه يې کړې ده.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک به د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ګوري. ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ غونډه به د دوشنې پر ورځ ترسره شي.

د انځور حقوق

د پولو څار وړاندیز د اروپايي ټولنې له خوا وړاندې شوی چې د کډوالو شمېر پرې کم کړي. دوی وايي هېوادونه بايد د کډوالو څپې له يوه هېواد څخه بل ته بندې کړي.

وړاندې ډونالډ ټسک هغو غيرقانوني کډوالو ته خبرداری ورکړی و، چې د اقتصادي ستونزو له کبله اروپا ته مخه کوي.

د نوموړي په وينا غير قانوني کډوال د مالي ګټو لپاره په غير قانوني توګه اروپا ته ځي چې په وينا يې ژوند او پيسې په بې ګټې توګه په خطر کې اچوي.

د اروپايي ټولنې ځينې مشران په دې نظر دي چې له ترکيې څخه يونان ته د کډوالو د شمېر کمېدل د يوه بشري ناروين مخه نيولی شي.

د کډوالو نړيواله اداره وايي د روان کال ۲۰۱۶ له پيل څخه تراوسه له ۱۲۰ زرو ډېر کډوال د ترکيې له لارې يونان ته اوښتي دي او لږ ترلږه ۳۲۱ په دغه لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مطالب