پاکستان کې د ۱۰ کلنې نجلۍ د واده مخنيوی شوی

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کې پوليس وايي د يوې لس کلنې نجلۍ د واده مخنيوى يې کړى دى. دا نجلۍ د يوې کورنۍ دښمنۍ د هواري لپاره يو ١٤ کلن هلک ته واده کېدله.

د کلي مشرانو له هغې وروسته دا پرېکړه وکړه چې د دې نجلۍ ورور په دې تورن شوى و چې خپله مېرمن يې وژلې ده.

پوليس وايي چې د دې پرېکړې له امله د کلي څلور مشران نيولي دي.

ټاکل شوې وه چې د پنجاب په رحيم يار خان کې به نن جمعه دا واده کېدلو خو د پوليس له اقدام وروسته يې مخه ونيول شوه.

د پوليسو يوۀ مشر چودري ياسين بي بي سي ته ويلي دي چې د ٢٠ نورو تورنو لټون روان دى.

د دې نجلۍ ورور خپله مېرمن په دې شک چې گواکې بل چا سره نامشروع اړيکي لري وژلې وه. نوموړى دا مهال په زندان کې دى.

د هغه له نيول کېدو وروسته ځايي جرگه راوغوښتل شوه چې د دواړو کورنېو ترمنځ دښمني ختمه کړي.

د پوليسو مشر وايي چې دواړه کورنۍ هندو لږکيو پورې اړه لري.

ورته مطالب