ترکيې "دوه پوليس" وژل شوي

د انځور حقوق AFP

د ترکيې له جنوب څخه راغلي راپورونه ښي چې د يوه موټر بم چاودنې او راکټ بريد په ترڅ کې د ترکيې دوه پوليس د نصيبين په ښار کې وژل شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، په دغه بريد کې ۳۵ تنه نور ټپیان شوي هم دي، د ترکیې د ځينو رسنيو په وينا ټپيان شوي ولسی وګړي دي.

کوردي مېشتی نصيبين ښار د ترکیې په جنوب ختيځ کې پروت دی. په دغه ښار کې د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې او د ترکيې د پوځ تر منځ وړاندې هم شخړې رامنځ ته شوې دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. خو د رويټرز خبري اژانس د ځينو سرچينو له خلې ليکلي د پي کې کې ډله د دغه بريد "مسوله" ده.

د ترکيې پوځ له خوا هوايي بريدونو او د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې جګړو کې د دغې هېواد په جنوب ختيځ کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د تاوتريخوالي پېښې اوس د ترکيې نورو سيمو ته هم غزېدلې دي.

تېره مياشت د ترکیې پلازمېنه انقره کې په ځانمرګي بريد کې ۲۹ تنه وژل شوي وو. ترکيې ويلي وو چې دغه بريد د سوريې کوردانو د پي کې کې په مرسته ترسره کړی دی.

پر دې سربېره ترکيه د "اسلامي دولت" په نوم ډلې پر وړاندې هم جګړه کوي او دغه ډلې په تېرو څو مياشتو کې يو شمېر مرګوني بريدونه په ترکيه کې ترسره کړي دي.

ورته مطالب