ترکي پولیسو د مخالفې 'زمان' ورځپاڼې پر دفتر چاپه وهلې

ترکي پولیسو د راغونډو شویو لاریونیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن غاز کارولی د انځور حقوق AFP
Image caption ترکي پولیسو د راغونډو شویو لاریونیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن غاز کارولی

د ترکیې پولیس د مخالفې 'زمان' ورځپاڼې پر دفتر څو ساعته وروسته تر هغه ورننوتي، چې محکمې پر حکومت غږ کړی و چې د یادې ورځپاڼې کنټرول پخپل لاس کې واخلي.

د تېرې جمعې پر ماښام پولیسو د 'زمان' ورځپاڼې په ودانۍ کې د راغونډو شویو لاریونیانو د تیت پرک کولو په موخه اوښلن غاز کارولی دی.

ویل کېږي 'زمان' ورځپاڼه له 'حزمت' خوځښت سره تړاو لري، چې په امریکا کې مېشت ترکی مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن یې مشري کوي.

ترکیه پر 'زحمت' خوځښت تور لګوي چې ترهګريز کارونه کوي.

وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوان پر ګولن تور پورې کړی و، چې ترکیه کې د نظام د چپه کولو هڅې کوي.

ګولن او ایردوان وړاندې د یوې تګلارې لارویان وو، یوشان فکري مسیر یې درلود، خو وروسته یې ترمنځ اختلاف پیدا شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption فتح الله ګولن (ښي لاس ته) او رجب طیب ایردوان وړاندې د یوې تګلارې لارویان وو، یوشان فکري مسیر یې درلود، خو وروسته یې ترمنځ اختلاف پیدا شو.

د ترکیې پر حکومت له خبریالانو سره د 'ناوړه' رویې له کبله نړیوالې نیوکې کېږي.

ترکیه کې د رسنیو آزادي

په استانبول کې محکمې مشهوره 'زمان' ورځپاڼه خطرناکه ګڼي، خو خبریالان وايي چې د ترکي حکومت غبرګون د رسنیو د آزادۍ په برخه کې اندېښنې راپورته کوي.

محکمې څه نه دي ویلي، چې ولې یې د دغې ورځپاڼې پر وړاندې ګام اخیستی، خو یاده ورځپاڼه پر ترکي ولسمشر ټینګې نیوکې کوي.

وړاندې، د یادې ورځپاڼې سلګونه مینه وال او ملاتړي له ودانۍ بهر د حکومت د پرېکړې خلاف راغونډ شوي وو. او یوه یې له ځانه سره دا شعار لېږداوه چې ''د رسنیو د آزادۍ لپاره به مبارزه کوو''.

'زمان' ورځپاڼې وړاندې ویلي وو چې ترکیه ''د رسنیو د آزادۍ په بهیر کې تر ټولو سختې او تیارې ورځې تېروي''.

فتح الله ګولن له ۱۹۹۹ کال راهیسې په امریکا کې اوسېږي.

تېر کال هم ترکیې د پنځو رسنیو کنټرول پخپله ولکه کې راوستلی و.

د انځور حقوق AP
Image caption د 'زمان' ورځپاڼې له دفتر د دغې ورځپانې د ملاتړ لاریون

ویل کېدل چې دغو رسنیو له ښاغلي ګولن سره تړاو درلود.

ورته مطالب