د شمالي کوریا مشر د اتومي وسلو چمتو ساتلو امر کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption کیم جونګ این امر کړی، چې د هېواد اتومي وسلې باید هر مهال د کارولو لپاره چمتو وساتلې شي کوریا دولتي رسنۍ

د شمالي کوریا دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویلي، چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ این امر کړی، چې د هېواد اتومي وسلې باید هر مهال د کارولو لپاره چمتو وساتلې شي.

د کوریا مرکزي خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې نوموړي د هېواد پوځي مشرانو ته امر کړی، ' لومړي د برید کولو لپاره د پوځ چمتوالي په موخه باید د پوځ پر حالت له سره غور وشي.'

د نوموړي په وینا: ''موږ باید تل د اتومي برید کولو لپاره چمتو واوسو.''

د پوځي تمریناتو پر مهال نوموړي خپلو خبرو کې ویلي، چې ګواکې 'دښمنان د شمالي کوریا له منځه وړلو لپاره ګواښونه کوي.'

د انځور حقوق AP
Image caption د شمالي کوریا له لوري دغه ډول څرګندونې معمول بلل کېږي او ماهرین د دغه هېواد اتومي وسلو درلودلو په اړه هم شکونه څرګندوي

هغه زیاته کړه:

''داسې ستونزمن مهال، چې امریکا د نورو هېوادونو او خلکو خلاف د جګړې پیلولو خبرې کوي، د خپلواکۍ او ژوند کولو له حق نه د دفاع په موخه د اتومي وسلو ډېرول یوازینۍ لاره ده.''

د شمالي کوریا له لوري دغه ډول څرګندونې معمول بلل کېږي او ماهرین د دغه هېواد د داسې اتومي وسلو درلودلو په اړه هم شکونه څرګندوي، چې وکولای شي استعمال یې کړي.

خو کتونکي وايي دغه هېواد هڅه کوي دغه ډول وسلې تر لاسه کړي.

بل لور ته د امریکا متحده ایالتونو د کیم جونګ ایل د دغو څرګندونو په تړاو غبرګون څرګند کړی او له نوموړي یې غوښتي، چې د نړیوالو ادارو له مقرراتو سر غړونه و نه کړي.

د پینټاګان ویاند بیل اربن ویلي: ''موږ له شمالي کوریا غواړو له داسې څرګندونو ډډه وکړي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي لا ډېرېدو لامل کېږي او د دې پر ځای باید دوی هغه څه وکړي، چې د نړیوالو ادارو غوښتنه ده.''

د انځور حقوق EPA
Image caption شمالي کوریا جنورۍ کې اعلان وکړي، چې د اتومي بم ازموینه یې کړې

د شمالي کوریا له لوري دغه ډول غبرګون د ملګرو ملتونو له لوري پرې لګیدلو بندیزونو له کبله څرګندیږي.

دا وروستیو کې شمالي کوریا اتومي ازموینه کړې، چې له هغه وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله پر دغه هېواد سخت بندیزونه ولګول.

د پنجشنبې په ورځ په غبرګون کې شمالي کوریا سمندر کې یو شمېر توغندي وازمیل.

د سویلي کوریا په وینا دوی شپږ ځلې یا خو توغندي او یا ګایډډ میزایل کارولي دي.

شمالي کوریا تېره جنوري میاشت کې اتومي ازموینه وکړه، چې له هغه وروسته پرې نوي سخت بندیزونه ولګول شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې پر شمالي کوریا سخت بندیزونه لګول وړاندیز شوي وو.

کتونکي وايي دا په دوو لسیزو کې تر ټولو سخت بندیزونه دي، چې پر دغه هېواد لګول کېږي.