چین وايي سږ کال یې اقتصادي وده په ډېرېدو ده

د انځور حقوق EPA
Image caption د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ د خلق ملي کانګرس کلنۍ غونډې ته د اقتصادي غوړېدا په تړاو د دولت طرحې وړاندې کړې.

چین وايي سږ کال به یې اقتصادي وده په سلو کې ۶٫۵ او یا ۷ لوړه شي.

تېر کال د چین اقتصادي وده ۶٫۹ سلنه ټيټه شوې وه، چې دا په تېرو ۱۵ کلونو کې ددغه هېواد د اقتصادي ودې تر ټولو ټیټه کچه ګڼل شوې ده.

د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ د خلکو ملي کانګرس کلنۍ غونډې ته د اقتصادي غوړېدا په تړاو د دولت طرحې وړاندې کړې.

له دغو طرحو یوه دا هم ده، چې پر سړکونو پراخه پانګونه وشي او د اورګاډي سیستم غښتلی شي.

د چین لومړي وزیر وویل، په دولتي شرکتونو کې اصلاحات راوستل ضروري دي.

لي کي چیانګ زیاته کړه، سږ کال چین له ډېرو لویو ننګونو سره مخامخ دی.

د خلکو ملي کانګرس په کلنۍ ناسته کې پر اقتصادي تګلارو، د هېواد پر سیاست او نورو اړوندو مسلو او پرېکړو خبرې کېږي.

اټکل دی چې په دې ناسته کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د چین نوې تګلاره تصویب شي.

Image caption چینايي مشران وايي سږ کال به سړکونو ته ډېر پام وکړي او ګڼ وګړي به په کار کړي.

په تېرو څو کلونو کې د چین د اقتصاد کچه ډېره ټیټه شوې وه چې په دې سره د نړیوال اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو وېرې هم ډېرې شوې وې.

د چین اقتصاد له یوې لسیزې وړاندې موده کې ډېر په چټکۍ په وده کې و. دغه هېواد د نړیوال اقتصادي کړکېچ پرمهال، خپله مثبته اقتصادي وده وساتلی شوای، خو په تېرو دوو کلونو کې دا بهیر ټکنی شو.

د چین د اقتصادي ودې ټيټېدل پر نورو لویو اقتصادي هېوادونو، او په آسیا کې د هغو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کولی شي، چې تر ډېره چینايي مالونه واردوي.

د چین د خلکو ملي کانګرس

د چین د ۱۹۸۲ کال د اساسي قانون په رڼا کې، 'د چین د خلکو ملي کانګرس'، چې په دولت کې تر ټولو ډېر پیاوړ ارګان (پارلمان) دی، رامنځ ته شو.

کانګرس له شاوخوا ۳۰۰۰ غړو جوړ دی، چې له بېلابېلو ولایتونو، ښاروالیو او نظامي ځواکونو رامنځ ته شوی. غړي یې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، خو هر کال یوه عمومي ناسته لري.

ورته مطالب