ډیلی؛ د نړۍ په ۱۶ ښارونو کې تر ټولو د ککړې هوا ښار

هند کې دولت روانه اونۍ پر هغه بحث پاروونکی ۱۵ ورځنی ترافیکي آزمویښت ارزوي چې تېره جمعه پای ته ورسېد. د دې آزمویښت موخه دا وه چې په پلازمېنه ډيلي کې د ګڼې ګوڼې او د هوا ککړتیا لږه کړي.

په دې وروستیو کې ډيلي د هربل وخت د ککړې هوا شاهده وه. د ککړې هوا په تړاو په یوې سروې کې د نړۍ په ۱۶ سوه ښارونو کې ډهلي تر ټولو لومړی راغلی دی.

ډېرې اندېښنې پر دې راټوکېدلي چې د هوا خراب کیفیت په دغه ښار کې د خلکو روغتیا ته دومره زیان رسوي چې آن د مرګ لامل ګرځي.

خو سره له دې ټولو څنګه چې آنو انند رپوټ ورکوي، د موټرونو د کمولو آزمویښتې دوره هم له ننګونو سره مخ شوه.

رپوټ پښتو ته پاینده څرګند ژباړلی دی.

ډيلي هغه ښار دی چې هر ورځ یې پر سړکونو ۱۴۰۰ موټرونه اضافه کېږي. خو په هغې شېبې چې سیمه ییز حکومت په ورځ کې د لږشمېر موټرونو د ګرځېدو بېرڼی پلان اعلان کړ، شکایتونه او حقوقي جګړه پیله شوه. د ډهلي والو قانون نه خوښېږي. په شمالی هند کې په ترافیکي قانون څوک خبر هم ندي.‌

هره ورځ پر پنځو ښځو جنسي تېری

دغه آزمایښت کې چې د پنځلسو روځو لپاره ؤ، هغه موټر چې نمبرپلیټ یې طاق شمېره وه د اونۍ پر طاقو او هغه موټر چې نمبر پلیټ یې جفته شمېره وه د اونۍ پر جفتو ورځو ګرځېدلی شوی. تیوري او تمه دا وه چې ګڼه ګوڼه او د هوا ککړتیا به نیمايي ته راټیټه کړي.

لومړی ښځې د خوندیتوب د مسلو لپاره معاف شوې. د پولیسو په وینا هره ورځ په ډهلي کې پر پنځو ښځو جنسي تېری کېږي. وروسته له هغه ډاکټرانو، قاضیانواو وکیلانو د معاف کېدو لپاره ډګر پراخوه چې غوښتنه یې رد شوه.

او د تل په څېر د چارواکو یو اوږد نوملړ چې په هغه کې د هند لومړی وزیر، ولسمشر، قاضی القضات او د مخالف ګوند مشران راتلل، معاف شول، داسې ښکارېده لکه وړاندې تر دې چې دا آزمایښت پیل شي، ملنډی پرې وهي.

دا‌ ټول په داسې حال کې وشول چې یوه قاضی وویل په ډهلي کې ژوند کول داسې دی لکه د ګازو په یوې بټۍ کې چې اوسې.

د انځور حقوق

ډېرې پر ځایې اندېښنې هم وې. ډېرو خلکو دې ته اشاره کوله چې په ډهلي کې عامه ترانسپورټ ډېر لږ دی. د ۱۶ میلیون خلکو لپاره تر ۵ زرو لږ بسونه دي. لندن چې د ډهلي نیمايي نفوس لري دوه برابره ډېر بسونه پکې چلېږي.‌ د دې لپاره چې فشار آسانه کړي، د ښوونځیو رخصتي یوه اونۍ نوره هم وغځول شوه.

سره له دې چې سکوټر او موټرسیکلونه د هوا په ککړتیا کې تر ډېره بریده ونډه لري، خو بیا هم معاف شول. څومره چې آزمایښتي ورځوته وخت لنډېده، ورځپاڼو رپوټونه ورکوه چې په شلو هندۍ کلدارو داسې نښلوونکې شمېرې خرڅېږي چې د موټر پلیټ له جفته طاق او یا هم له طاقه جفت ته اړوي. ښکاره ده چې ډېرو ډهلي والو ته د هوا ککړتیا د دوی ستونزه نه وه.

سره له ټولو بحثونو، د ښار مشرانو له زوره خبرې کولې او ټینګار یې کوه چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې به پر غلطو ورځو موټر چلوونکي په کلکه جریمه کېږي.‌خو آیا داسې یوه طرحه کله هم بریالۍ کېدی شي.

شتمن پر غلط لاس

یو څو ساعته وړاندې تر دې چې دا ټول پیل شي… ما داسې ترافیکي بندښت ولید چې د ډيلي د خرابې پلان جوړونې او بې قانونې ښه بېلګه وه.‌

زه په داسې کتار کې اېسار پاتې شوم چې آن د ډيلي په کچې هم بې ساری و. د ډيلي له شماله جنوب ته پر تلونکي عمومي سړک، زما کورته د څو دقیقو په واټن کې، د یونیم ساعت لپاره په یوه اوږد کتار کې پاتې شوم چې تور ډیزلي لوګی رانه چاپېر و.

پولیس کرار ولاړ ول چې شتمنان په خپل لمبرګیني او بي ام ډبلیو موټرونو کې پرغلطه خوا روان ول، ځینې پر پلي-لارو خپل موټر خېژاوه، نورو بیا چوکونه بند کړي ول او یو شمېرو بیا هڅه کوله چې په ډېر تنګ ځای کې موټر راتاوکړي.‌ لوړو او غوږ ګڼوونکو هارنونو ټوله فضا نیولې وه…او ډلو ډلو ځوانانو خپل موټرونه پرې ایښي ول او له نورو چلوونکو سره په دعوا لګیا ول. پایله دا وه چې پر هر لور ټرافیکي ګڼه ګوڼه هر لور ته خپره وه. ما همالته وویل چې دا د سړک وېشلو تګلاره نتیجه نه ورکوي.

خو وروسته، د ۲۰۱۶ کال پر لومړۍ ورځ بلکل د تمې خلاف څه وشول.

هماغه ماښام زه ولاړم چې له ډهلي ګردچاپېره راتاو د شپږو لیکو وال حلقوي سړک وګورم. پرته له یو شمېر قانون ماتوونکو، نمبر پلیټونه ډېری طاق شمېرې وې. آن په بله ورځ یې ، او له هغه وروسته هم د ټرافیکو کچه خورا کمه شوې وه. خلکو یوه بل ته نقل ورکوه چې څنګه یوځای یا یوه موټر کې سفر وکړي چې او یا له تګه بېخي تېر شي.

یوځلي د ښار له یوې ځنډې بلې ځنډې ته سفر د معمول ۸۰ دقیقو پرځای ۲۰ دقیقو ته راښکته شو. کپ او کُوپ موټرونه له موږ چاپېر نه ول چې هر یو ځان ننه باسي. څه یو سکون، د مدام ځوروونکو هارنونو غږهم ناست ؤ. پر سړک د ۲۰۱۶ کال تر احساس ډېر د ۱۹۹۰ مو کلونو احساس در پیدا کېده چې لږو موټرونو به پر سړک پېرې وهلې. د ښار په ځمکلاندې اورګاډو کې یودم خلک ډېر شول. بسونه هم تر پخوا خلک ډېر تخته ؤ.

له دې ټولو سره مو باید یو نفس تازه هوا اخېستې وی. خو له بده مرغه، په هماغه لومړۍ اونۍ کې د هوا د ککړتیا کچه دومره لوړه شوه چې د هوا کیفیت څارو ماشینونو هېڅ کله هم نه ؤ ثبت کړي.

د انځور حقوق Getty

دا مهال د هند په شمال کې په زرګونو خلک د پنجابي جشن،لوهري په درشل کې د اورونو بلکې کوي. بې وزلي د ځان تودولو لپاره کثافات سوځوي چې هوا په ډایوکسن dioxins، پېژندل شوي کارسېنېجن carcinogens ککړوي.‌ ارزانه سکاره او ډیزل په ټول هند کې سلفر ډایکساید sulphur dioxide، یره، او زهري ذرې پمپوي. ترهغه چې ډهلي‌ او د هند نورې برخې د ناکافي عامه ټرانسپورټ، ښوونځیو او ارزانه کورونو په ګډون د کلیوالو سیمو د ستونزو جرړې خلاصوي، دلته به موټرونه د ژوند بنسټیزه برخه وي.

د انځور حقوق AFP GETTY
د انځور حقوق AP

د ډهلي د آزمایښت یوه مُثبته پایله دا ده چې ثابته شوه په هند کې هم قانون کار کوي… بل سره له دې چې په طبیعي ډول سرکشه مزاج لري، خو بیا هم شونې ده چې ډيلي وال غاړه کېږدي خپل عادتونه بدل کړي او خپل ښار یو ځل بیا په داسې یوه ځای بدل چې وکړی شې پکې ژوند وکړې او ساه واخلې.