لیبیا کې تښتول شوي ایټالیايي کارکوونکي خوشي شوي

ایټالیا فبرورۍ کې لیبیا کې خپل سفارت وتاړه. د انځور حقوق EPA
Image caption ایټالیا فبرورۍ کې لیبیا کې خپل سفارت وتاړه.

په لیبیا کې پوځي چارواکو ویلي، دوه تښتول شوي ایټالیايي کارکوونکي خوشي شوي دي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوه تښتول شوي ایټالیايي کارکوونکي شاید د لیبیا امنیتي ځواکونو په برید کې وژل شوي وي.

څلور ایټالیايي کارکوونکي تېر کال د لیبیا لوېدیځ کې د ایټالیا ''ایني'' شرکت ته څېرمه وتښتول شول.

لیبیا د ۲۰۱۱ کال له کودتا او د معمر القذافي د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته ناامنه شوه.

اوس په لیبیا کې دوه حکومته پر بېلابېلو برخو واکمني کوي، خو اسلامپالو وسله والو جګړې ته دوام ورکړی دی.

په نړیواله کچه پېژندل شوی حکومت د هېواد ختیځ طبرق ته ایسار شوی دی.

د بي بي سي خبریال طاهر الغربلي ته د صبراته ښار د پووځي شورا مشر ویلي، دغه ایټالیايي کارکوونکي د طرابلس لوېدیځ کې شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې صبراته کې خوشي شوي دي.

دوو کارکوونکوي د بوتاني په نامه شرکت کې کار کاوه، چې فعالیتونه یې تر ډېره پر تېلو او انرژۍ ورټول دي.

ایټالیا په تېره فبرورۍ کې لیبیا کې خپل سفارت وتاړه، او د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې له لیبیا نه د خپلو ټولو وګړو د وتلو امر وکړ.

صبراته، د لیبیا له هغو ښارونو دی، چې ''اسلامي دولت'' پکې واکمني کوي او ډېرې برخې یې له دغې ډلې سره دي.

دغې ډلې په مارچ میاشت کې د تېلو د برخې ۹ کارکوونکي وتښتول.

ورته مطالب