عربستان: د یمن په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته اړتیا نشته

د سعودی عربستان یو لوړپوړی چارواکی وایي، په یمن کې د انساني کړکېچن وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک صادرولو ته اړتیا نشته.

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله معلمی ویلي، هېواد یې په یمن کې د بشري وضعیت پر لا خرابېدو اندېښمن دی خو په تړاو یې د امنیت شورا پرېکړه لیک صادرولو اړتیا نه ویني.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، "په اوسني حالت کې فکر نه کوو چې پرېکړه لیک ته اړتیا وي."

د انځور حقوق Reuters

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له تېر یوه کال راهیسې په یمن کې پر حوثي یاغیانو بریدونه کوي.

د سعودي د سفیر دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو په یمن کې د انساني وضعیت پر خرابېدو کلکه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوسمهال د یمن په تړاو د پرېکړه لیک پر صادرولو غور کوي او په ځانګړې توګه د بشري مرستو پر استولو او له بریدونو د روغتیایي تاسیساتو پر ساتنې ټینګار کوي.

د بشري مرستو او کومک رسونې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سټیفن اوبراین د یمن په جګړه کې پر غیرنظامي مرکزونو په تېره بیا روغتونو او ښوونځیو د بریدونو له امله د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو نیوکه کړې ده.

ملګرو ملتونو تر اوسه څو ځله د سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلاف او پر غیرنظامي اهدافو د هغوی د برید له امله نیوکه کړې او هغه یې د نړیوالو بشردوستانه قوانیو نقض بللی دی.

ورته مطالب