د ترکيې سره نژدې اوبو کې ۲۵ کډوال ډوب شوي

د انځور حقوق Reuters

د ترکيې د خبري رسنيو په وينا، يوه کښتۍ چې له دغه هېواد څخه يې يونان ته کډوال لېږدول په اوبو کې ډوبه شوې چې له امله يې په کې سپاره ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د ترکيې د حکومتي رسنۍ په وينا دغه کښتۍ ډيډم له سيمې سره نژدې چپه شوې ده.

د کډوالو نړيوالې ادارې په وينا د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه راهيسې لږتر لږه ۳۲۱ کډوال يونان ته پر لاره اوبو کې ډوب شوي دي.

مقدونيا له يونان څخه په ورتلونکو کډوالو نوي بنديزونه لګولي چې کېدای شي پر پوله د کډوالو حالت نور هم ستونزمن کړي.

له دغې نوې پېښې وروسته د ژغورنې ډلو عمليات پيل کړي چې په وينا يې ۱۵ کسان ژغورلي دي.

ویل کېږي په وژل شويو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د کډوالو د نړيوالې ادراې په وينا هره ورځ له ۲۰۰۰ زرو زيات کډوال چې ډېری د سوريې، عراق او افغانستان دي اروپا ته د تلو په هيله له ترکيې څخه يونان ته اوړي.

خو ځينو اروپايي هېوادونو د کډوالو د شمېر کمولو لپاره پر خپلو پولو نوې بنديزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند بابر بلوچ د يونان او مقدونيا پر پوله د بند پاتې کډوالو "حالت ناوړه" بللی دی.

ورته مطالب