د عراق موټر بم چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي

د انځور حقوق Getty

د عراق امنیتي چارواکو په وينا د بغداد په جنوبي ښار حله کې د پوليسو له ماموريت سره نژدې د تيلو ټانکر چاودنه کې لږ ترلږه ۴۷ کسان وژل شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې ۳۹ ولسي وګړي او پاتې نور د پوليسو کارکوونکي دي. په دغه چادونه کې زيات شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د راپورونو له مخې چاودنه ځايي وخت غرمه مهال د پلټنې له پوستې سره نژدې ولاړو موټرو تر څنګ رامنځ ته شوې ده.

"اسلامي دولت" نومې ډلي پر انلاين خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د رويټرز خبري اژانس په وينا په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د موټر بم په واسطه ځانمرګي بريدګر د پلټنې يوه پوسته په نښه کړې وه چې په ترڅ کې يو شمېر کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

په دغه سيمه کې يوه امنيتي چارواکي فلح الرادي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دا تر اوسه په دغه ايالت کې تر ټولو لوی بريد دی چې په ډېر شمېر کسان په کې وژل شوي دي.

ځايي روغتون په دغه چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر تاييد کړی.

تېره مياشت په عراق کې په ځانمرګو بريدونو کې زياتوالی راغلی و چې له امله يې له سلو زيات کسان وژل شوي دي.

د فبرورۍ په وروستيو کې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د بغداد په شيعه مېشته سيمه صدر ښار کې لږ ترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او له ۵۰ زيات ټپيان شوي وو.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې وه.

ورته مطالب