د امریکا ټاکنې: سېنډرز او کروز څلورو ایالتونو کې ګټونکي شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption سناتور برني سېنډرز په دوو ایالتونو کانزاس او نبراسکا کې ټاکنې ګټلې دي.

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ګوندیزو سیالیو په دوام په داسې حال کې چې وړاندوینو د تېرې سه شنبې ګټونکي کاندیدان هیلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ د نن شپې رایه اچونو بریالي ښوولي وو، خو دوه نور کاندیدان مخته شول.

جمهوري غوښتونکي سناتور ټېډ کروز په کانزاس او مین ایالتونو کې ټاکنې وګټلې او دموکرات کاندید برني سېنډرز به نبراسکا او کانزاس کې خپلې سیالې هیلري کلنټن ته ماته ورکړې ده.

د روان کال مني کې ولسمشریزو ټاکنو کې د دوو کاندیدانو د پېژندلو لپاره امریکا کې د دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو داخلي ټاکنې نن په څو نورو ایالتونو کې هم ترسره شوې.

د شنبې په ورځ (مارچ ۵مه) د دموکراتانو دوو کاندیدانو، برني سېنډرز او هیلري کلنټن په درېیو ایالتونو کانزاس، نبراسکا او لویزیانا کې سره سیالي وکړه. دا په داسې حال کې ده چې هیلري کلنټن د تېرې سه شنبې په ټاکنو کې د بریالیتوب له امله چې په ۱۱ ایالتونو کې هم مهاله ترسره شول، پرځان ډېره باوري شوې ده.

هغه تېره سه شنبې په ۷ ایالتونو کې ټاکنې وګټلې.

خو په جمهوري غوښتونکو کې ټېډ کروز او مارکو روبیو د ډونالډ ټرمپ له زرګونو منتقدانو سره چې د هغه د ماتولو هڅه کوي او له څو ورځو راهیسې سره سخت متحد شوې دي، ټولو نن شپه په څلورو ایالتونو کانزاس، مین او لویزیانا کې د ټرامپ ماتې ته شیبې شمېرلې.

خو دا پېښه یواځې په دوو ایالتونو کانزاس او مین کې رامنځته شوه.

ښاغلي کروز وکولی شول په کانزاس کې ۴۸ سلنه رایې خپلې کړي او د ټرامپ د ۲۳ سلنه رایو په بدل کې یو ښه بری ترلاسه کړي.

په دې توګه د جمهوري غوښتونکو وتلیو څېرو لکه جان مککین، میټ رامني او پل رایان چې په تېرو څو ورځو کې یې پر ټرامپ پراخې نیوکې وکړې، ښایي وکولی شي د ټېډ کروز د نن شپې بریالیتوب امتیاز کې ځانونه شریک وبولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نظر پوښتنو له مخې وړاندوینه کېده چې د شنبې ټاکنو کې به هم کلنټن او ټرامپ مخته وي، خو ناسمه وخته.

سره له دې هم، نیویارکی جنجالي میلیاردر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ټاکنو کې دوو ایالتونو لویزیانا او کنتاکي کې بریالی شو او لا هم په دې بهیر کې تر خپلو سیالانو مخته ولاړ دی.

ټېډ کروز او مارکو روبیو، د هیله مندۍ لپاره نن شپه یو نوی دلیل هم درلود او هغه د جمهوري غوښتونکو له منځه له کاندیداتورۍ د متقاعد ډاکټر بن کارسن شاته کېدل وو چې ښایي د محدودو ملاتړو رایه یې ښاغلي روبیو او کروز ته لاړه شي او یا هم احتمال لري ډونالډ ټرمپ ته.

ښاغلی کارسن تېره ورځ (جمعه) له ټاکنیزو سیالیو لاس واخست، خو دا یې ونه ویل چې راتلونکو ټاکنو کې د خپل ګوند له کوم کاندید نه ملاتړ کوي.

د سنډرز کمپاین "بیا پیاوړتیا"

د سیالیو بل لور ته، د شنبې په ورځ دموکراتانو په درېیو ایالتونو لویزیانا، کانزاس او نبراسکا کې سره سیالي وکړه.

په داسې حال کې چې لومړیو نظر پوښتونو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د بریالیتوب وړاندوینه کړې وه، د ورمونټ اوسېدونکي سناتور برني سینډرز وکولی شول په کانزاس او نبراسکا کې ټاکنې وګټي.

خو په لویزیانا کې د رایو لومړنۍ شمېرې ښيي چې مېرمن کلنټن بریالۍ شوې ده.

ورته مطالب